افغانستان

د لیکوال او ژورنالیست شهید بشير احمد ریان یادغونډه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): کابل مېشتو لیکوالو او ژورنالیستانو په کندهار کې د شهيد شوي ژورنالیست او لیکوال بشير احمد ریان پر ياد غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کتلور وزارت د ناستو په تالار کې برابره شوې وه، پکې لسګونو خپلواکو ژورنالیستانو، لیکوالو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د پښتون خوځښت مشر خیر الله شينواري د شهید بشير احمد ریان پېژندنه ولوسته او ويې ويل چې نوموړی د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د نعیم کلا اوسېدونکی و.

د پښتون خوځښت مشر، خیر الله شينواری، د ریان یادغونډه کې
د پښتون خوځښت مشر، خیر الله شينواری، د ریان یادغونډه کې

د شينواري په قول شهید ریان په دوه ویشت کلنۍ کې ګڼې فرهنګي او ژورنالیستکي هڅې کړې وې، چې په ادبي برخه کې يې شاوخوا ۱۷ چاپ او نا چاپ اثار درلودل.

یاد غونډه کې د بشري حقوقو د خپلوا کمیسیون کمیشنر عبدالرحمن هوتک وویل چې کندهار کې د دوی دفتر په لاسته راوړیو معلوماتو کې ښيي چې بشير احمد ریان تر اختطاف کېدو وړاندې د پوهنتون ادارې ته شکایت ثبت کړی و او خبر يې ورکړی و، چې د پولیسو له لوري تعقبېږي.

عبدالرحمن هوتک، د شهید ریان په یادغونډه کې
عبدالرحمن هوتک، د شهید ریان په یادغونډه کې

ښاغلی هوتک وویل چې دوی د شهید ریان د قضيې په اړه ارام نه دي ناست، خو تر اوسه يې امنیتي مسوولینو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دې غونډه کې د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحيم الله سمندر د بشير احمد ریان وژنه یو جنایت وباله او د کندهار پر چارواکو يې غږ وکړ، چې له لیکوالو او ژورنالیستانو سره دې په کاري برخه کې همکاري وکړي.

سمندر وويل چې دوی د خپلو مسوولیت له مخې او د ژورنالیستانو د ټولنې د مشر په توګه په دې هڅه کې دي چې د ریان د قتل په اړه پلټنه وکړي.

د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر؛ رحيم الله سمندر، د شهید ریان يادغونډه کې
د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر؛ رحيم الله سمندر، د شهید ریان يادغونډه کې

په غونډه کې د شهید ریان ټولیګوال قاري شریف هغه یو دینداره، متدين او د کتاب او مطالعې مین یاد کړ.

قاري شریف وویل چې له شهيد ریان سره يې د مهاجرت په دیار کې پېژندلي و، خو ټول وخت يې ورته د مطالعې توصیه کړې ده.

د شهيد ریان ټولګیوال، قاري شریف
د شهيد ریان ټولګیوال، قاري شریف

د غونډې په پای کې د غونډې ترتيبوونکو د افغان لیکوالو او خبريالانو د ملاتړو ځوانانو په توګه لاندې اته مادې ولوستې:

۱- د بیان ازادي ته دې احترام وشي، لیکوال او خبريال باندې دې محدودیتونه نه لګول کېږي.

۲- تعلیمي مرکزونه دي د سیاستونو قرباني کېږي نه، په علمي مراکزو کې دې د زده کوونکو او محصلینو خوندیتوب ته جدي پام وشي.

۳- پرته له جرم او محاکمې دي د ځوانانو، زده کوونکو او محصلینو له شکنجه کولو او وژلو څخه ډډه وشي.

۴- شخصي زندانونه او صحرايي محکمې دې بندې شي.

۵- د بشر د حقوقو درناوی دې وشي، د بشري حقوقو کمیسیون دې د بشير احمد ریان قضیه پّ بې پرې ډول وڅېړې او نتایج دې د افغان لیکوالو او خبریالانو سره شریک کړي.

۶- افغان حکومت دې د بشير احمد ریان د قضيې اړوند بې طرفه هئت وټاکي، تر څېړنو وروسته دې مجرمینو ته سزا ورکړل شي.

۷- کندهار پوهنتون دې د بشیر احمد ریان د قضيې اړوند سپيناوی وکړي، چې ولې يې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د هغه د خلاصون لپاره هلې ځلې نه دي کړې.

۸- د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د خبريالانو او لیکوالو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو دفاع وکړي او د بشیر احمد ریان قضیه دې همداسې ګونګه نه پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x