سرنوشت: د ځینو چارواکو ساتونکي په نشه روږدي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر د لومړي مرستیاله له ساتونکو نیولې د یو ولایت د والي تر ساتونکو پورې يې ګڼ په نشه يي توکو روږدي دي.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپانه سرنوشت کاږي چې دوی ته باوري سرچينو د ګڼو چارواکو د ساتونکو د روږدي کېدو ویلي، چې عامه نشه يې چرس ګڼلي دي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د مارشال فهیم د زوی ادیب فهم، د ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي، د وردګو د والي حیات الله حیات، د ولسي جرګې د وکیل حاجي ظاهر قدیر او د جرګې د بل غړي محمدنعیم حمیدزي لالي ساتونکي پر نشه يي توکوو روږدي دي.

د سر نوشت په وينا د ننګرهار د والي په قصر کې د ننه هم د شپې د چرسو دوړې جوړې وي، خو دورځې يې بیا ساتونکي خپله نشه یو څه ګوښې ته کوي.

دغه ورځپاڼه د یوې بلې سرچينې له خولې لیکي چې د ډېرو کمو چارواکو ساتونکي به د نشې روږدي نه وي، خو ګڼ نور يې د پیرې او د دوی په وینا د مقاومت لپاره چرسو ته پناه وړي.

تر اوسه نه دي په ډاګه شوي چې پخپله دولتي ادارو کې چرس له کومه کېږي، دغه ساتونکي خپل نشه يي توکو له کومو ځایونو تر لاسه کوي.

ياده دې وي وړاندې تر دې د ګڼو دولتي چارواکو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي و، چې د شرابو بوتلې ګرځوي او په چرسو نه خمار کېږي.

نږدې دوه کاله وړاندې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او ولسمشرۍ ته نومانده شهلا عطا هم د زیاتو شرابو څښلو له امله مړه شوه.

د تېر کال د لړم پر څلورمه یوازې کابل ښار کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ۱۵۰۰ بوتله شرابو د نیولو خبر ورکړل شو، چې تر پلور وړاندې د امنیتي مسوولینو ګوتو ته ورغلي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د