ټکنالوژي

د ایچ ټي سي د راتلوونکی سمارټ فون تصویر افشاء شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د ایچ ټي سي (HTC) کمپنۍ د راتلوونکی سمارټ فون چې ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) نومول شوی تصویرونه خپاره شوي.

د دغو تصویرونو پر بنسټ د ایچ ټي سي کمپنۍ راتلوونکی سمارټ فون به په سپین رنګ کې وړاندې شي. د ایچ ټي سي کمپنۍ تر دې دمه دغو تصویرونو په اړه خپل رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

د ایچ ټي سي کمپنۍ په رسمي ډول اعلان کړی چې د خپلو فعالیتونو په اړه به د اپریل په ۱۲مه ټاکل شوې غونډې کې معلومات وړاندې کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهان په دې نظر دي چې دغه کمپنۍ به دغې غونډې کې خپل راتلوونکی سمارټ فون هم معرفي او د وړاندې کولو نیټه او بیي په اړه معلومات وړاندې کړي.

د ځینو تاییدو شوو راپورونو پر بنسټ ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) سمارټ فون کې سنپ ډارګن ۸۲۰ (SnapDragon 820) ډوله غښتلی پروسېسر ځای پر ځای شوی او څلور ګیګابایټ رېم لري.

دغه سمارټ فون به ۵.۱ انچه ډسپلې لرلو سره ۲۵۶۰*۱۴۴۰ ریزلوشن ولري. له دې سربیره د دغه سمارټ فون کامره ۱۲ میګاپکسله ده او ځینې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.

په هر حال د ایچ ټي سي کمپنۍ رسمي غونډې ته یوازې شپږ ورځې پاتې چیرې چې ایچ ټي سي به خپل دغه سمارټ فون په رسمي ډول معرفي کړي او د خپرو شوو راپورونو حقیقت به په ډاګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x