افغانستان

د کډوالو چارو وزیر: تر اوو میلیونو ډېر افغانان بهر کې ژوند کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د کډوالو چارو وزیر نن د ولسي جرګې په ناسته کې وویل چې اوو میلیونو ډېر افغانان په بهر کې ژوند تېروي.

سید حسین عالمي بلخې وويل چې اروپايي هېوادونو پتېیلې وه چې څلوېښت سلنه افغان کډوال په زور له خپلو هېوادو وشړي، خو د دې وزارت په هڅو يې مخه نیول شوې ده.

نوموړي وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې اوه میلیونه، ۲۳۴ زره او ۵۳۱ تنه په بهر کې ژوند کوي، چې درې میلیونه په پاکستان، دوه میلیونه او ۴۰۰ زره په ایران، ۶۰۰ زره په نورو هېوادونو کې ۳۹۰ زره تنه په اروپايي هېوادونو کې اوسېږي.

د کډوالو چارو وزیر وویل چې د افغان کډوالو د ژوند د ښه کولو په موخه يې له اروپايي هېوادونو سره شاوخوا پنځوس ناستې کړې دي چې د ده په خبره ګټه يې کړې ده.

د کډوالو چارو وزیر ونه ویل چې په بهر کې د مېشتو افغانانو په اړه د دوی شمېره یوازې د قانوني تللیو مسافرو اړوند ده، که قاچاقي هم پکې شامل دي.

د ګډ حکومت په دوه کلنه دوره کې زرګونه ځوانان د اروپايي هېوادونو د سختو لارو د تکلیفولو پر قبولولو سره له هېواده پښې سپکې کړې دي.

ياده دې ولسمشر څو ورځې وړاندې له بې بې سې سره په مرکه کې په زغرده وویل چې بهر کې مېشتو افغانانو سره «هیڅ خواخوږي نه لرم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x