quetta fc

د اصف زرداري د امنیتي چارو مشر ووژل شو

تیره ورځ ( څلورنۍ) د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداري د امنیتي چارو په مسؤل بمي برید وشو، چې په نتیجه کې نوموړي ووژل شو او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

دا برید د پاکستان په ترټولو ګڼ میشتې ښار کراچۍ کې شوي دي چې د نوموړي مسؤل بلال شیخ په ګډون دهغه موټروان، دوه تنه پولیس او یو ولسی وګړی وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان شویدي چې اووه تنه یې پولیس دي . د کراچي د پولیسو مشر عمر خطاب رسنیو ته ویلې چاودنه د ګر ومندر نومې سیمه کې شوې چې د کراچۍ له مرکزي او مهمو سیمونه شمیرل کیږي.  ویل کیږي.  پېښه  هغه وخت رامنځ ته شوې چې کله نوموړی له خپل موټر نه راکوز شو او نژدې دکان ته روان وو چې په سیمه کې ولاړ پیک اپ موټر چې په بارودي موادو باروو،  وچاودید.

پاکستانې ولسمشر زرداري د خپل ساتونکې وژنه په کلکه غندلې ده.

عابر مسافر

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د