شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

هره خوا یې دټانګو ټوټې پرتـې دي
الوتلی یې یو ټانګ په هر پلچک دی

دا چې شمار کوي په ګوتو لیوني شول
بیاخوړلی یې په سر باندې مردک دی

د غربي اردو عسكر به يي شل نکړې
یا چرسي یا پوډري او یا لوچک دی

چې افغان سره یې سر ده ټکر کړی
د زوال وخت پرې راغلی بیا چټک دی

تورو شپو ده کډه کړې له دې چمه
نور که خیر و دسبا ختلی څرک دی

دا د سحر ښاماران به یو مړۍ شي
لګولی د موسی امسا پرې چک دی

ای عاکفه داسې خوب مې دی لیدلی
را روان مو په وطن حال مبارک دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x