افغانستان

باميان: یو زنداني خپل ځان زيندۍ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د بامیانو چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکزي زندان کې یو تن زنداني ځان زيندۍ کړی دی.

د بامیانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد علي لکزی وايي چې ۲۵ کلن خالقداد پخپله په یوه قتل تورن و، چې دوه ورځې وړاندې يې پخپله ځان را وځړاوه.

لکزی وايي دوی يې د ځان وژنې پر علت نه پوهېږي خو ويې ونه ویل چې په زندان کې له دې زنداني سره وضعیت څنګه و.

نوموړي وویل چې د زنداني د جرم په اړه پرېکړه شوې وه او د دې ولایت له لوري په شل کاله بند محکوم شوی و.

د بامیانو زندان ۱۰۰ زندانیان لري چې له ډلې يې شپږ تنه مېرمنې دي.

پر دولتي زندانو سربېره ګڼو ولایتونو کې سیمه ییز زورواکي شخصي زندانونه هم لري چې تر اوسه يې په اړه د بشري حقونو مدافعانو کوم ګام نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x