افغانستان

ولسي جرګه: د کډوالو په اړه د ولسمشر څرګندونې د افسوس وړ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د ولسمشر پر هغو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې چې بهر کې مېشت افغانان يې د خواخوږۍ وړ نه و بللي.

ولسمشر غني له بې بې سې سره خبرو کې ويلي و، چې بهر کې مېشتو افغانانو سره «هیڅ خواخوږي نه لرم.»

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې چې د کډوالو چارو وزیر هم د افغان کډوالو په اړه خپلې هڅې بیان کړې، ولسي جرګې د ولسمشر څرګندونې د افسوس وړ بللې دي.

د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد وايي چې د ولسمشر دې څرګندونو په داخل او بهر کې د افغانانو زړونو ته سخت ټکانونه ورکړل.

د هغه په خبره ګڼ هېوادونه دا ستونزه لري چې ډېر شمېر اوسېدونکي يې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي خو مشرانو يې دا ډول څرګندونې نه دي کړې.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د ولسمشر څرګندونې د ملي ګټو خلاف بللې او پر هغه يې غږ وکړ چې دی د باندنیو او کورنیو افغانان مشر دی.

د هغه په خبره ولسمشر د خپل مسوولیت له مخې هم باید په کور دننه او هم له هېواده د باندې د افغانانو د ژوند په اړه باید په فکر کې وي.

ياده دې وي د ولسمشر مېرمنې بیا د هغه له څرګندونو وروسته ویلي چې دوی له بهر مېشتو افغانانو سره زړونه تړلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x