افغانستان

کندهار: تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۵۰ تنه په مرموز ډول وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): سره له دې چې د کندهار ځايي چارواکي د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ډاډ څرګندونې کوي، د بشري حقوقو د کمیسیون په وينا په دې ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۵۰ تنه ترور شوي دي.

د بشري حقوقو کمیسیون وايي چې په دې ولایت د نوي لمریز کال په دوو اونیو کې ۱۱ تنه ترورو شوي او په مرموز ډول وژل شوي دي.

د دې کمیسیون د راپور په اساس په تېرو شپږو میاشتو کې په کندهار ۱۴۶ تنه په مرموز ډول وژل شوي دي، چې وژونکي يې څرګند نه دي.

د سرچينې په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۴ تروریستي بریدونه شوي چې بریدګر معلوم نه دي خو پېښه يې ترسره کړې وي.

په دې بريدونو کې ۱۴۶ تنه وژل شوي دي او ۴۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

وړاندې تر دې هم په کندهار کې څو ځلې د بشري حقوقو مدافعانو، مدني فعالانو او قومي مخورو ياده کړې وه چې ځينې سیمه ییز زورواکي شخصي زندانونه لري چې ولسي وګړي پکې تعذيبوي.

کندهار چې امنیه قومندان يې جنرال رازق دی، د جنايي پېښو او مرموزو وژنو په مرکز بدل شوی دی.

د کندهار اوسېدونکي وايي چې له تروریستانو سره د کندهار امنیتي مسوولین نېغه اړیکه لري، د دوی په وینا د ښار په منځ کې د پولیسو له مرکز سره څېرمه یو ولسي وګړی ورکېږي خو پولیس ځان نا خبره ښيي.

ياده دې وي تېره اوونۍ هم د کندهار پوهنتون محصل، لیکوال او ژورنالیست بشیر احمد ریان جسد وموندل شو، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې تښتول شوی و.

د ریان ملګري وايي چې د جنرال رازق سکرتر ورته ويلي و، چې ریان له دوی سره دی، کوم جرم نه لري او وروسته به در خوشي شي، خو څو ورځې وروسته په بولدک کې د نوموړي شکنجه شوی جسد وموندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x