
قربان حقجو: د «آیسا» ادارې له منځه وړل د افغانستان په ګټه نه دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان له پانګونې ملاتړ ادارې «آیسا» مشر وايي چې ولسمشر محمداشرف غني د دغې ادارې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یوځای کېدو تصمیم نیولی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره د ایسا ادارې یوځای کول یوه طرحه ده خو په دې اړه وروستی تصمیم نه دی نیول شوی.
د ایسا رییس محمدقربان حقجو نن د وري په ۱۸مه په یوې خبري ناسته کې وویل چې تېره ورځ ولسمشر د افغانستان عالي اقتصادي شورا په ناسته کې دغه اداره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره یوځای کېدل اعلان کړل.
د حقجو په وینا د سې شنبې /وري ۱۷مه/ په ناسته کې ولسمشر د سوداګرۍ له وزارت څخه وغوښتل چې دغه وزارت سره د ایسا ادارې یوځای کولو طرحه جوړه کړي.
حقجو ادعا کړې چې د شخصي ستونزو شتون د دې باعث شو چې دغه اداره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره یوځای شي. «که د یوې ادارې په سر کې زما په شتون څوک موافق نه و او ستونزه یې درلودله، ښه دا وه چې زه یې له دندې ګوښه کړی وای، نه دا چې دا اداره له منځه ویسي.»
محمدقربان حقجو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم فعال کمپاینر و.
په عین حال کې د ولسمشر دفتر وايي چې د افغانستان دولت چې د ډيرو کارونو لپاره ټول موازي سازمانونه او ادارې د وزارتونو سره یوځای کوي.
د ولسمشر د ویاند یو بل مرستیال شاه حسین مرتضوي زیاتوي چې د کمو جوازونو صدور او په هېواد کې د پانګونې کمېدل د دې دلیل دی چې دغه ادارې ظرفیت نه درلودلو.
خو حقجو بیا ادعا کوي چې د په سوداګرۍ وزارت کې د ایسا ادارې مدغمول د افغانستان په ګټه نه دي ځکه د افغانستان ادارې له فساده ډکې دي.