افغانستان

کډوالو چارو وزیر: اروپا دې افغان مهاجرین په زور نه وباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د مهاجرینو وزیر د اروپايي اتحاد څخه غوښتي چې یو لک افغان پناه غوښتونکي په زور له اروپا ونه باسي.

سیدحسین عالمي بلخي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکیلانو ته وویل چې په اروپا کې د افغانستان ټولو سیاسي او قونسلي نماینده‌ګیو ته یې ویلي چې د هغو هېوادونو امنیتي مامورینو ته چې افغان پناه‌غوښتونکي په زور له اروپا وباسي، ویزه ورنکړي.

عالمي چې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د ولسي جرګې علني غونډې ته راغوښتل شوی و، وویل چې اروپايي هېوادونه غواړي چې پرته له کوم قید و شرطه ډيری افغانان له اروپا وباسي. هغه د دغو افغانانو شمېر په ۱۰۰ کې ۴۰ نفر چې ټولټال یو لک کسان کیږي، ښودلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو په زور ایستلو څخه دې مخنیوی وشي او د افغانستان دولت په خپله خوښه د مهاجرینو بېرته ستنېدلو باندې ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني له بي بي سره سره په یوې مرکه کې ویلي وو چې اروپا ته مهاجر شويو کډوالو سره هېڅ خواخوږي نه لري. هغه پر کډوالو غږ کړی و چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.

ولسمشر اشرف غني تېر کال د المان د بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني اړیکه کې د سید
حسین عالمي هغه وینا چې د مهاجرینو د بیا راستنېدو په اړه یې کړې وه، د هغه شخصي نظر بللی و. عالمي له المان څخه غوښتي وو چې افغانستان ته د افغان کډوالو په بېرته لېږلو دې دغه هېواد خپله پریکړه بیرته واخلي، ځکه چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت دواړه ښه نه دي. نوموړي پر المان حکومت ټینګار کړی و چې افغان مهاجرین دي افغانستان ته نه را لیږي.

د عالمي نننۍ څرګندونو په اړه لا تر دې دمه ولسمشر اشرف غني څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x