نظــر

اقليتونه همېش د کمترۍ احساس کوي

ليک: عبیدالله ساحل

Majority is authority ؛ د انساني فطرت له مخې په ټولنه کې هميش اقليتونو ته خپل ځانونه محروم او بې څوکه ښکاري، د ژوند هر ډول تحولات د ځان په اړه ناسم تعبيروي، داسې انګيري چې ګوندې دا هرڅه زموږ پرخلاف روان دي، له بل اړخه که دغه اقليت هر ووړ اقدام کوي، نو ورته ډير ستر او پياوړی ښکاري، فکر کوي چې ښايې ټول خلک به موږ ته متوجه او ګوته په غاښ وي، خو دا ټول له واقعيتونو سره منافي دی. ټولنه کې اکثريت خپل ځای لري او اقلیت خپل، خو داچې اکثريت برلاسی او حاکم وي، طبيعي خبره ده.

د اکثريت او اقليت معيارونه د ځينو خلکو له نظره متفاوت دي، ځينې په دې اند دي، چې په ولسونو کې د اقليت او اکثريت ټاکل د وګړو د سرشميرنې له لارې کيږي، خو ځينې په دې اند دي، چې د وګړو شمېر اړين نه دی، بلکې د هغوي مذهب، منهج ، پوهه، درايت، فکر او عقلانيت مهم دی، ډير کله داسې پيښيږي، چې د يوه هيواد اکثريت له دغه ټولو ځانګړتياوو محروم وي، خو اقليتونه يې بيا دغه ټولې ځانګړنې او ښيګڼې لري؛ که دلته واک او حاکميت د وګړو د شمېر په رڼا کې ورکول کيږي، نو بايد چې همدوي (اکثريت)  ته ورکړل شي، ولو که د زنده ګۍ له معيارونو ناخبر هم وي او که د دوهم اصل له مخې ورکول کيږي نو بايد اقليتونو ته ورکړ شي.

له بل اړخه د نړۍ اتيا سلنه چارې د اقليتونو په لاس کې دي، د نړۍ په اکثره هيوادونو کې اقليتونه خپل نظامونه چلوي، د کليدي پوستونو او پرمختلليو ماشينونو د کارونې په راس کې اقليتونه ځای لري.

چيرته چې اقليتونه د ژوند په ټولو معيارونو او معاصر اسلوب پوه وي، په کار ده، چې د واک پر ګدۍ هغوي کينول شي، نه هغه څوک چې د سړيو شمېر يې زيات وي، خو د پوهې او ذکاوت کچه يې ټيټه وي.

خو ستونزه داده، چې په ډيرو ځايونو کې اقليتونو ته ځان محروم ښکاري، په داسې حال کې، چې هغوي به خپله ستونزه نه وي درک کړي، نو د دغه محروميت په بهانه هر بغاوت، زور او ګريوان نيونې ته لاس اچوي. د بېلګې په توګه زموږ هيواد افغانستان، چې غوڅ اکثريت خلک يې د حنفي مذهب پيروان دي، خو په دې وروستيو کې سلفيت هم خپل کار روان کړی، بلکې د هيواد په اقليتونو کې راځي، دوي چې کوم منهج او مذهب لري، د دغه هيواد له شته مذهب او منهج سره جزي تفاوت لري، خو بيا هم خلکو ته د زغم وړ نه دی، مجبور چې په وړاندې يې راپورته شي او مخالفت يې وکړي، نو په دې وخت کې مقابل لوری ( اقليت / سلفيت ) ځان محروم حسابوي او راپورته شوی مخالفت ورته ناسم بريښي.

د ژبو خبره هم په همدې توګه ده؛ دقيق نه شم ويلای خو شايد د هيواد ۷۰ سلنه خلک پښتانه وي، د افهام او تفهيم روانه او اسانه ژبه يې پښتو وي، نو طبيعي ده چې دلته به د بلې ژبې ويونکي د هيواد اقليتونه وي؛ که د معاملاتو او قضاياو خبره راولاړيږي نو اقليت پکې ځان محروم حسابوي، که د اکثريت په سپما د نوښت او ابتکار په عنوان کوم ګام پورته کيږي نو مقابل طرف ته بې انصافي او د زغم وتلی ګام بريښي. فکر کوي، چې دا هر څه د دوي پرخلاف روان دي، دلته بيا د اقليت لخوا د مزاحمت او بغاوت لاسونه را اوږديږي او نه پريږدي، چې حالت پايښت او ثبات ومومي. همدا وضعه او همدا حالت د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې په همدې توګه روان دی، خو د ټکر/ مخالفت عناوين يې مختلف دي.

دا يوه بنيادي ستونزه ده، ډيری مشکلات له همدې نه راولاړيږي، هغه ځايونو کې چې د اقليتونو فعاليت د دې پر ځای چې د ځايې خلکو ژوند اسوده کړي او ستونزې يې حل کړي، مشکلات زيږوي. نو په داسې يو حالت کې د دغه شان اقليتونو مخه ډب کول د اکثريت حق دی. په کار ده، د منطق له لارې يې قانع کړي او څنګ ته يې رانږدې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم ساداتقی

د اقلیت او اکثریت بحث له دوو مخالفو زاویو په مختل ‌‌‌‌‌‌ډول لیدل کیږی. . د یوه مومن له نظره اکثریت او اقلیت یو څه ته ویل کیږی او د یوه مشرک له نظره اکثریت او اقلیت بیا په بل ‌‌‌‌‌‌ډول ښکاری ځکه چی دا ددوی د عقیدی پوری اړه لری . عقیده د یوه انسان په زړه کی د یوه دریځ. نیول دی . کله چی یو مومن مسلمان په الله ج عقیده کوی نو دده په زړه کی یو ‌‌‌‌‌‌ډول دریځ را پیدا کیږی او کله چی یو انسان مشرک وی او په شرک عقیده ولری نو ددی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x