شعـــــرونه

غزل – فیض ځلاند

د یار سترګو کې انکار غوندې ښکاریږي
معصوم زړه راته سنګسار غوندې ښکاریږي

په دې ښار کې خلک چاته له چا ژاړي
دلته هر کس ګناهګار غوندې ښکاریږي

ګل د شونډو د بارخو رنګ دی خپل کړی
د سپرلي موسم د یار غوندې ښکاریږي

غباره شي زړه هوا وکړي ستا یاد کې
ستا د زړه لاس کې یې تار غوندې ښکاریږي

د ډیوې رڼا ترې غېږه کړه بیا تاوه
په لمبه کې ستا سینګار غوندې ښکاریږي

د ځلاند خانه خراب پوښتنه وکړه
موده کیږي چې بیمار غوندې ښکاریږي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close