دنړۍ دوتلي ستوري ابن البناء المراکشي لنډ ژوند لیک

قاري احسان

په اسلامي ټولنه کي ډیری داسي لوی لوی پوهان د تاریخ په اوږدو کي را ټوکېدلي چي په انساني تاریخ کي د ځلاندو ستورو په څیر ځلېدلي دي، او انساني ټولني ته يي په بیلابیلو موضوګانو کي ډیري ازښتناکه او تاریخي لیکني او نوي اختراعات وړاندي کړي دي، لکه د وخت مشهور او نامتو عالم ابن العوام الاشبیلي او داسي نور، د دې زريني لړۍ په لړ کي د اسلامي تاریخ یو ځلاند او روښانه ستوری مشهور عالم ابن البناء المراکشي هم دی.

ابو محمد بن محمد بن عثمان الازدي چي په ابن البناء المراکشي سره شهرت لري (654هـ 721هـ / 1256م – 1321م) یو مغربي عربي ځلاند ستوری دی لویه ځانګړتیا يي په ریاضیاتو افلاکو او طب کي وه، خو له دې سره يي په ټولو علومو کي يي ډیر پوخوالی درلود. دژوند ډیره برخه يي په مراکش کي تیره کړيده، په مغرب کي يي یوه لویه مدرسه جوړه کړي وه، د ده تالیفات او دهغوی شروحات د نړۍ په مختلفو جامعاتو او پوهنتونونو کي ویلکیږي، بالخصوص د امریکا په مشهوره ادراه ناسا کي د ده د تجربو او کتابونه ډیره فایده واخیستله سوه.

ابن بنا په (654هـ – 1256م) کي په مراکش کي نړی ته سترګي رڼی کړيدي. ده قرآن حفظ کړ، او فقه، نحو، صرف، بلاغه او ادب يي د وخت د مشهورو علماوو نه زده کړو.

له دېنه وروسته ابن البناء فاس ته ولاړ، هلته يي طب، ریاضیات، فلکیات او علم نجوم درس کړو، او په دې علومو کي ښه مشهور سو، د دنیا له ګوټ ګوټه د طالبانو جوپي ورته راماتي سوي، په دې سره نور هم په علم او وسعت مطالعه کي يي ښه پوختګي راغله، نو ځکه د نوموړي شهرت د اسلامي نړۍ د نورو نوموتو په شان زیات سو، مګر ابن بناء ته بیا دریاضي مشغولوالي په دې علم کي نور شهرت وروبخښو، تر دې چي په عددي سره يي شهرت پیدا کړ، او په علم ریاضي کي يي ډیری کتابونه ولیکل، او د ډیرو قواعدو او اصولو استنباط يي وکړ، تر نن پوري يي په علم ریاضي کي ډیر ښه اثر سته.

د وخت د مشهورو استاذانو لکه ابو اسحاق الصنهاجي، ابو بکر الفلوسي، ابو موسی الشرناتی څخه يي علم لغت، شریعت، فقه او داسي نور زده کړل، او علم الافلاک يي بیا د مشهور فلک دان ابن مخلوف السجلماسي الفلکي څخه زده کړو، او په فاس کي يي ریاضي له نامتو ریاضي پوه ابن حجله نه یاد کړو.

د ابن البناء لیکني

د ابن البناء مراکشي په ریاضي کي ډیر تالفات سته کله: تلخیص اعمال الحساب، دا هغه کتاب دی چي ابن البناء يي د شهرت لوړ اسمان ته وخیژاوه، د شپږمي میلادي پیړۍ تر اخیره پوري په مغرب کي دې کتاب ډیر شهرت درلود. او په نولسمه او شلمه پيړۍ کي يي نور هم شهرت زیات سو.

په دې کتاب کي د کسورو څخه دفایدي لاري، او دعددونو د مربعاتو او مکعباتو قواعد، له دې سره سره قاعدة الخطاین، او د علم حساب ډیري غوره حل لاري سته، او په کتاب کي دګونګو جذرونو او د تکعیبیة جذرونو او دا شان د علم جبریة حل لاري هم بیان سوي دي. له دېنه علاوه د علم ریاضي ډیري مهمي مسلي په کي حل سوي دي.

خو د نوروعلمي زخیرو په شان د ابن البناء ډیری کتابنو هم د مفقودو کتاب په کتار کي راځي.

لکه: كتاب الأصول والمقدمات في الجبر والمقابلة، كتاب الجبر والمقابلة، كتاب اليسارة في تقويم الكواكب السيارة، كتاب تحديد القبلة، كتاب الإسطرلاب واستعماله، كتاب أحكام النجم، رسالة في التناسب، رسالة في الجذور الصم جمعها وطرحها، كتاب تنبيه الألباب، التمهيد والتيسير في قواعد التكسير، المقالات في الحساب، مسائل في العدد التام والناقص، رسالة في علم الحساب، رسالة في علم المساحة، منهاج الطالب لتعديل الكواكب، تلخيص أعمال الحساب، كتاب رفع الحجاب عن علم الحساب، رسالة في علم الجداول، رسالة في كروية الأرض، مقدمة في إقليدس، المقالات الأربع، رسائل خاصة بالتناسب او مسائل الإرث دی.

په علمي میدان کي د ابن البناء المراکشي ځای

ابن البناء د ډیری مشهورو علماو د صفت او ثنا څخه برخمن دی، وجه يي هم همداده چي ابن البناء په علم ریاضي کي ډیري ځانګتیاوي لره لي، د وخت نامتو عالم حافظ شهاب الدین ابن حجر عسقلاني رحمه الله وايي: چي ابن البناء د قاضي الجماعة ابو عبد الله محمد بن علي بن یحیی مراکشي، ابو عبد الله محمد بن ابی البرکات المشرف، ابو العباس احمد بن محمد المعافري چي په ابن ابی عطاء سره يي شهرت درلود، ابو الحسین بن ابو عبد الرحمن بن محمد بن عبد الرحمن بن یحیی المعقلي او داسي نورنه زدکړي کړي، ډیر عاقل، فاضل او هوښیار عالم وو، دنړۍ ډیرو ډلو د ده څخه زدکړي کړي دي، د سهار د لمانځه څخه وروسته به يي په کار پیل کاوو تر زوال پوري، د ده ډیر تالفات سته لکه: التلخیص فی الحساب، اللوازم العقلیة فی مدارک العلوم، الروض المریع فی صناعة البدیع، کتاب فی الاوقات، کتاب فی انواء او داسي نور، په خپل ښار کي په درس او تدریس اخته وو تر دي چي په 721هـ کي يي له دي فاني نړۍ سترګي پټي کړي.

او ابن خلدون رحمه الله بیا د خپل ښهکار تاریخ په مقدمة کي داسي وايي: چي دی رحمه الله به د عزت لپاره په امام ابو العباس مراکشي سره یادي دی، او دوی به ویل: چي دی شیخ المعقول والمنقول دی، او په تصوف کي د لوړي درجي مالومات لري، په علم نجوم او د دي اړوند مسلو کي خو امام دی.

دا د اسلامي نړۍ د مشهورو څیرو لکه ابن حجر د جرح او تعدیل امام، ابن خلدون د علم اجتماع بنسټ اېښودونکی د ابن البناء په باره کي څرګندوني دي، او د مغرب عربي مشهور تاریخ دان ابو العباس ناصري خو يي بیا تر دې هم مرتبه لوړه بیانوي او پر دې ټنګار کوي چي د ابن البناء په علم پوهه او ښه تالیفاتو کي سیال نه لیدل کیږي.

د ابن البناء کتابونه وډیری ژبوته ژباړل سوي دي لکه: فرنسي، ایټالوي، اسبانوي او داسي نوري.

جورج سارتون په خپل کتاب المدخل الی تریخ العلوم کي وايي: چي د ابن البناء مراکشي کتاب تلخیص اعمال الحساب په حسابي او جبري نظریاتو کي ډیري ځانګړتیاوي لري، ځکه چي هغه مشکلي مسلي يي حل کړي دي چي تر ده وړاندي چا د حل لاري نه دي لټولي، نو ځکه سارتون وايي چي په نړۍ کي د علم حساب په برخه کي دا تر ټولو غوره کتاب دی.

د ابن البناء مړینه

د اسلامي نړۍ دا وتلی ستوري بالآخر دمراکش په ښار کي په 721 هـ – 1321م کي د فاني نړۍ له مداره د ابد لپاره و ووت.

رحمه الله تعالی رحمة واسعة.

قاری احسان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د