fbpx
seesee

د مصر انقلاب او د طالبانو مذاکرات

په دې وروستیو کښي مصر یو واري بیا د فرعوني کړنو شاهد وو، د اخوان المسلمین 85 کلن ژوند د راز راز تکلیفونو، کړاونو، زندانونو او شهادتونو سره مل وو، خو بالاخره دوی په خپله سیاسي مبارزه کښي هغه وخت بریالي شول چي د حسن مبارک تر را پرزولو وروسته د عامو انتخاباتو په ذریعه حکومت تر لاسه کړو او د ددې وخت را ورسیدو چي دوی هغه تصور چي د اسلامي نظام څخه یې درلودو عملي او ملت ته وړاندي کړي.
خو داخلي او خارجي دسیسو دوی ته دا موقع ورنکړه چي په دې اړه دوی رغنده ګامونه واخلي، او بلاخره د یوې نظامي کودتا په واسطه ددوی حکومت له منځه یوړل شو.

منتخب رئیس جمهور، سیاسي قوت او د انتخاباتو اکثریت دا قوي برجونه هغه وخت ونړیدل چي د بندګانو جوړ کړي شوي قانون د بنده په خوله لغوه او منحل اعلان شو او په همدې توګه اخوان المسلمین هم دهغه اسلامي ګوندونو په لست کښي حساب شو چي په سیاسي مبارزه د اسلامي نظام په قائمولو کښي پاتي راغلل.
د اخوان المسلمین په دغه سیاسي سقوط باندي ټول مسلمانان غمجن شول او دهغه ظالم او سیکولر فوج په مقابل کښي ددوی څخه خپل حمایت اعلان کړو چي نه تنها د مسلمانانو حکومت ئی ړنګ کړ بلکي د ملت په وینو ئی هم لاسونه ولړل.
په همدې باب ډیري لیکني زما تر نظر تیري شوې لدې جملې څخه یوه لیکنه او تحلیل د مشهور پاکستاني صحافي حامد میر وه.
په دې لیکنه کښي نوموړي په ښه جرأت او واضح توګه په بعضو حقائقو اعتراف کړی خو د لیکني په اخره کښي ئې د خپل فکر مطابق داسي انګیرلی وه چي د مصر وروستۍ کودتا او په هغي د اوباما پر اسراره خاموشتیا به د طالبانو او امریکا مذاکرات هم د مشکل سره مخامخ کړي، ځکه چي د نوموړي په اند طالبان هم دا مریکا سره د سیاسي معاملې او قدرت تر لاسه کولو په حال کښي دي، چون د مصر وروستیو پيښو د امریکا دغه اعتبار زیانمن کړی نو ځکه به طالبان هم په خپل دغه کار له سره فکر وکړي.
په دې اړه غواړم زه هم خپل نظر او تحلیل تاسي ته وړاندي کړم.
امریکا چي ځان ددې وخت د سپین او تور مالک ګڼي، د حق، ناحق، ملامت او سلامت ټاپې هم له ځانه سره لري، د نن نه تقریبا ۱۲ کاله وړاندي یې پر طالبانو د ملامتیا، ترور او وحشت ټاپې ولګولې او په معاشره کښي یې د ازاد ژوند کولو حق هم ترې واخیست.
نو طالب هم د خپل حق تر لاسه کولو او د مظلوم ولس څخه د دفاع په نیت په وسله وال جهاد لاس پوري کړ او د الله په مرسته او د ولس په حمایت داسي مقاومت وکړ چي نه تنها دوی ئې له جګړې څخه ستومانه کړل بلکي د خپلو لګول شویو لیبلو او ټاپو په بیرته اخیستلو هم مجبور کړل.

چي ددې ورستیو کلونو هلي ځلي او د مذاکراتو شعارونه د همدې خبري ښکارندوی دي.

ددې متوقع مذاکراتو موخه او هدف هم د طالبانو تور لیست ختمول، د طالبانو بندیان تبادله کول، اشغال ختمول، د طالبانو د ازادانه ژوند حق تسلیمول او د افغانستان په اړه د طالبانو موقف ته په اهمیت قائلېدل دي، چي دا ټولي هڅي د طالبانو په نفع او ددوی د تیزو کړنو او موقفونو په ټکر سره تر سره کیږي، او ددوی د مطالباتو څخه د ښځو د حقوقو تأمین او د نړیوال تروریزم غندل دي چي تر اوسه کوم مشترک تعریف هم نه دی ورته وضع شوی، چي کیدای شي د طالبانو په خوښه وضع شوی تعریف باندي هم موافقه وکړي.

زما په نظر په دې مذاکراتو کښي طالبانو ته د حکومت سپارلو او یا د طالبانو له خوا په دې باب د امریکا څخه د کومک غوښتلو هیڅ امکان نشته، او نه طالبان باید د حکومت جوړولو په صورت کښي د امریکا د حمایت په طمعه واوسي، او نه داسي څه ضمانت شته چي د طالبانو حکومت به د امریکا له خوا بیا نه پرزول کیږي او نه باید دا ضمانت وي چي د حکومت پرزولو په صورت کښي به امریکا د کوم عکس العمل سره نه مخامخ کیږي.

تر څو پوري چي طالبانو خپل اصلي قوت له لاسه نه وي ورکړی او د اسلامي نظام د احیاء لپاره په جهادي مبارزه هم باور او عمل ولري نو په داسي مذاکراتو او سیاسي هلو ځلو کښي به هیڅکله دوی له کوم لوی تاوان او یا مکمل سقوط سره مخامخ نه سي.

اوس دا وخت را رسیدلی چي نوري سیاست پلوه اسلامي ډلي هم دې سپيڅلي هدف ته د رسیدو په خاطر له بدیلي لاري څخه کار واخلي او د هغه مسلمانانو سره خپل غږ، قوت او قدم یو ځاي کړي چي له وخت څخه په دې مبارزه بوخت او ډیري قربانۍ یې ورکړي، تر څو مسلمانان د یو واقعي اسلامي نظام څخه برخمن او تحمیل شوي مستبد نظامونه له منځه یوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د