ورزش

استرالیایۍ لوبډله له اوږدې مودې وروسته سریلانکا ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا لوبډله پنځه کاله وروسته د ټیسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره د همدې کال په جولايي میاشت کې سریلانکا ته سفر کوي.

تیره ورځ د استرالیا کرکټ بورډ په رسمي ډول ومنله چې لوبډله يي د لوبو لپاره چې د جولايي په ۱۱مه پیلیږي سریلانکا ته سفر کوي. د لوبو دغه لړۍ کې ۳ ټیسټ، ۵ یوه ورځني او ۲ شل اوریزې سیالۍ شاملې دي.

له دې وړاندې د استرالیا لوبډلې د مایکل کلارک تر لوبډل مشرۍ لاندې د ۲۰۱۱ زیږیدیز کال په اګست میاشت کې د لوبو لپاره سریلانکا ته سفر کړې وه.

استرالیا د لوبو دغه لړۍ کې ۰-۱ سره بریا ترلاسه کړې وه په داسې حال کې چې استرالیا په مجموعي ډول په سریلانکا کې ۱۳ ټیسټ لوبې ترسره کړي چې له دې جملې څخه يي شپږو لوبو کې بریا، شپږ لوبې مساوي او یوه لوبه د استرالیا په ماتې پای ته رسیدلې وه.

هیره دې نه وي چې د سریلانکا لوبډله اوسمهال د دغې لوبډلې پخوانی لوبډل مشر کمار سنګاکارا او مهیلا جیوردنې له استعفاء وروسته له سختو ستونزو سره مخ ده.

د استرالیا او سریلانکا ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ لومړۍ لوبه به د جولايي میاشتې په ۲۶مه پیل او د جولايي په ۳۰ به پای ته رسیږي. دوهمه لوبه د ګال او درییمه لوبه به د اګست په ۱۳مه د کولمبو په لوبغالۍ کې ترسره شي.

د یوه ورځنیو سیالیو پیل به د اګست په ۲۱مه د کولمبو له لوبغالۍ څخه کیږي او دوهمه لوبه به يي د اګست په ۲۴مه ترسره شي. درییمه او څلورمه یوه ورځنۍ لوبه به په دمبولا کې د اګست په ۲۸مه او ۳۱ ترسره شي. د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه به د سپټمبر په څلورمه ترسره شي.

د دوه شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه به د سپټمبر په ۶مه د کینډي او دوهمه لوبه به د سپټمبر په ۹مه د کولمبو په لوبغالۍ کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x