
ارګ له طالبانو سره د جګړې لپاره ولس ته وسلې ورکوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): ارګ له طالبانو سره د جګړې لپاره پر ولس د وسلې د وېشلو هوډ کړی دی.
د ولسمشر غني د مرستیال ویاند وايي چې دوی به د طالبانو د نویو عملیاتو پر وړاندې پر خلکو وسلې ووېشي او جګړې ته به يې وهڅوي.
دواخان مینه پال ونه ویل چې ولې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د ماتې ښکار شوي.
ارګ په داسې حال کې د ولس د مسلح کولو خبر ورکوي چې، لا هم په ګڼو جګړه ښکېلو سیمو کې اربکیان د دولت له واکه وتي او خپل سري کړنې يې پیل کړې دي، چې ولس يې پر وړاندې څو ځلې توند غبرګونونه ښوودلي دي.
د ارګ مرستیال وياند ونه ویل چې د ولس او حکومت تر منځ دومره باور شته چې خلک د همدې رژیم د بقا لپاره وسلو ته لاس کړي.
ياده دې وي د بهرنیو او کورنیو پوځي لوړپوړو چارواکو پر څرګندونو سربېره د کورنیو چارو وزارت هم ويلي روان کال به د امنیتي ځواکونو لپاره یو خونړی کال وي.
یعنې د ډایاک پروسه ډیره منفي وه .
ان شاءالله ولس ته ورکړې وسلې به پخپله د حکومت پرخلاف استعمال شي او دولت به له پښو وغورځوي اوس نو باید طالبان له اولس سره ځان نور نږدې کړي او دعامه پوهونې په برخه کې زیات کار وکړي ترڅو طالبان او اولس سره ټکر نشي خلک باید وپوهول شي چې دامریکا دګټو لپاره قرباني نشي
همدا اولس ستاسو قسم خوړلی غلیم ده نو توره وکړئ دا تفکر هم وازمایئ!