شعـــــرونه

غزل: بلېنډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

چې انځور دې هر مراد نه کړم شهیده
نو دعوه د استعداد نه کړم شهیده

اوس مې هر یو سړی پیژني سندرې
تا که یاد کړم که دې یاد نه کړم شهیده

نه ایوب شته نه خوشال نه د قاسم زوی
خود نارې د زنده باد نه کړم شهیده

خپله برخه او پرې صبر الهي مې
زه په چا هم انتقاد نه کړم شهیده

بیا به نوم مې بلینډه او نه بدرۍ وي
چې ستا ننګ ټولو ته زباد نه کړم شهیده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x