ټکنالوژي

ایچ پي (HP) د نړۍ تر ټولو نری لیپ ټاپ وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): که څه هم په دې وروستیو کې د سمارټ فون او ټبلېټ د خوښوونکو او کاروونکو شمیر ډیر زیات شوی خو بیا هم لیپ ټاپ خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی.

که چیرې تاسې هم غواړئ یو ښکلی او غښتلی لیپ ټاپ وپیرئ نو د نړۍ د مشهورې کمپنۍ ایچ پي (HP) دغه نوی جوړ شوی لیپ ټاپ به مو ضرور خوښ شي.

دغه لیپ ټاپ اسپیکټر (HP Spectre) نومول شوی د کوم په اړه چې د ایچ پي کمپنۍ ادعا کړی چې دا د نړۍ تر ټولو نری لیپ ټاپ دی او په دې برخه کې يي د اپل کمپنۍ مک بوک ایر (Mac Book Air) ته يي ماتې ورکړې.

د ایچ پي کمپنۍ په وینا دغه لیپ ټاپ چې په ظاهر کې څومره ښایسته دی په کې ځای پر ځای شوي ځانګړتیاوې هم د تر ټولو غوره ځانګړتیاوو له ډلې څخه دي.

د دغې لیپ ټاپ تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې منځني عاید لروونکو کاروونکو ته نه دی ډیزاین شوی بلکه هغو خلکو لپاره دی چې د لیپ ټاپ وړتیا سره د هغه ظاهري شکل او ډیزاین ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغې لیپ ټاپ پنډوالی یوازې ۱۰.۴ ملي متره ده او وزن يي له یو کیلو ګرام څخه لږ زیات دی. د کوچنی حجم لرلو سربیره بیا هم په دغه لیپ ټاپ کې ټولې پیاوړې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي.

د ایچ پي کمپنۍ دغه لیپ ټاپ له ۱۰۸۰ پکسله ریزلوشن لرلو سره ۱۳.۳ انچه ډسپلې، له یو ایس بي څخه د چار کیدو ځای، ۸ ګیګابایټ رېم، ۵۱۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او کور ای ۵ (Core i5) پروسېسر لري.

د جوړوونکۍ کمپنۍ لخوا د دغې لیپ ټاپ بیه ۱۱۶۹ امریکايي ډالر ټاکل شوی او په دوو مختلفو رنګونو کې به د همدې میاشتې په پای کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x