حجاج بن یوسف او د سعید بن جبیر دوژلو کیسه

قاري احسان

عون بن ابي شداد العبدي وايي: چي د حجاج په وړاندي یو ورځ د سعید بن جبیر یادونه وسوه، نو ده متلمس بن احوص  له شلو نفرو سره د شام په لور ور پسي واستاوه، چي سعید بن جبیر لاس تړلی راولي، ملتمس او شل نفره ولاړو هلته په بت خانه کي یو راهب ناست وو، د هغه نه پوښتنه وکړه چي سعید به چرته پیدا کړو؟ راهب ورته وویل: چي دا څنګه سړی دی تاسو يي څه نښاني راته بیان کړئ؟ دوی ښه پوره ورته وښود، راهب د سعید لاره ور وښودله،هغوی ور په سي لاړو، که ګوري سعید چرته په سجده رب ته پورت او په لوړ اواز سره دعاوي کوي، هغوی ښه ورنیږدي سول، او سلام يي ورته وکاوو، سعید سر د سجدي نه را پورته کړ، او لمونځ يي لنډ کړ، بیا يي د دوی د سلام ځواب ورکړ، هغوی ورته کړه: چي حجاج درته را استولي يو او راسره ځي به ، سعید ورته وویل: چي تلل مي لازمي دي؟ هغوی ویل چي هوکي! تلل دي ضروري دي.

سعید د الله حمد او ثنا وویله، پر نبي علیه السلام يي دور ووایو، بیا ورسره روان سو، د راهب ځای ته ورغلل، راهب ورته وویل: چي پیدا مو کړ؟ هغوی ویل: هوکي! راهب ورته کړه: چي زما ځای ته را پورته سئ دلته زمریان راځي کوښښ وکړئ چي تر ماښام له مخه را ننوزئ. هسي نه چي ومو خوري.

ملتمس او ملګري خو يي د راهب ګوټي ته ورغلو، مګر سعید انکار وکړ، هغو ورته ویل: چي د تېښتي اراده دي ده؟ سعید ورته ځواب ورکړ: چي نه! مګر زه د مشرک کور ته بلکل نه ننوزم.

هغوی ورته ویل: موږ دي دباندي نه پرېږدو لیوان دي رانه خوري؟ سعید ورته وویل: چي له ما سره خپل رب ملګری دی هغه يي رانه ګوري، او د هري بدي نه مي ساتي ان شاء الله تعالی.

هغوی ورته کړه: چي ته نبي يي؟ سعید ورته وویل:  نه! زه د خدای د بندګانو نه یو ګوناګار او خطا کار بنده یم.

هغوی ورته کړه: نو قسم وکړه چي له دې ځایه به  نه ښوري؟ سعید لوړه ورته وکوله، راهب هغوی ته وویل: دا بت هلته له نیږدي ورته کښېږدوئ چي له دې نیک سړي نه لیوان لیري ګوري، دی خو ها ده نه رازي. دوی همداسي وکړل، بت يي ورته نصب کړ.

که ګوري چي زمرۍ راغله سعید ته ورنیږدي سوه، سوکا سوکا يي اوږي خوځولي او له سعید سره په مینه يي ځان ونښلاوو، بیا يي په خوا کي پرېولته، وروسته زمری راغلی هغه هم همداسي وکړل.

کله چي راهب دا منظر په سترګو ولید، او سهار سو، سعید ته راغلی او د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتونو پوښتنه يي ترینه وکړه، سعید هرڅه ښه ورته تشریع کړل، راهب اسلام راووړ او ښه په صداقت سره مسلمان سو.

دې نفرو سعید ته مخ راواړاوو او عذرونه يي شروع کړل، دسعید لاسونه او پښې يي ورته ښکوله ولي، او هغه خاوري يي را اخیستلي چي سعید شپه ورباندي تیره کړي وه او لمونځ يي ورباندي کړی وو، هغوی ورته ویل: چي اې سعیده! موږ د حجاج سره په طلاق قسم کړی دی چي که مو پيدا کړ ضرور به يي را حاضره وو، نو که دي خوښه وي وربه سو؟ سعید ورته کړه: درزئ له خیره، ځکه چي زه به خپل خالق رب ته  ضرور راجع کیږم، او د رب له قضانه خلاسون نشته.

دوی سره روان سول، کله چي واسط ته ورسېدل سعید ورته کړه: چي له هغه ځایه مو سره ملګرتیا وکړه، او په دې کي شک نسته چي نور نو زما اجل را نیږدي سوی دی، او وخت مي پوره دی، ما نن شپه خپلي مخي ته پریږدی چي زه د مرګ سختۍ را یادي کړم، او د منکر او نکیر لپاره تیاری ونیسم، د قبر عذاب را یاد کړم، او هغه وخت را یاد کړم چي پر ما به خاوري اړوي، کله چي سهار سي نو دا مو سره وعده ده چي دلته به سره غواړو.

هغوی یو بل ته ویل: چي عجب مو را وستلی دی مه يي پریږدی، او ځینو بیا ویل: چي اوس نو د باچا انعام ګټلو ته نیږدي سوي یو خیال کوی چي درنه لاړ نه سي، او ځینو بیا ویل: چي پرې اېیږدئ د راوستلو زمه يي زما دی ان شاء الله.

هغوی چي سعید ته وکتل د سعید تر سترګو اوښکي راتوی سوي، او رنګ يي ږړ سو، نه يي خوراک کاوو، او نه يي چښاک، او نه يي هم خندل، هغوی چي دا منظر ولېدی، ټولو په یوه خوله وویل: چي اې د زمکي تر ټولو غوره انسانه! کاش چي نه مو پیږندلای، او موږ تاته نه وای در استول سوي، موږ بدبخت یو چي په دې قصه کي مبتلا سوو، زموږ به دقیامت په ورځ د خدای په حضور کي څه عذر وي؟ د سعید د را حاضریدو کفیل ورته کړه: چي اې سعیده موږ ستا ښې دوعاوي او خبري اورېدې، او کله به هم ستا په شان بل داسي چا سره مخامخ نه سو؟

سعید دوی ته دعا وکړه، او بیا هغوی سعید خپلي مخي ته پرېښود، ده سر پاک کړ، قميس او څادر يي پرېمنزل، هغوی بیا ټوله شپه سعید څاره چي هسي نه رانه ولاړ نسي، کله چي سپېدي وچاودلي سعید بن جبیر هم سمدستي را ښکاره سو، دروازه يي وروټکه وله، سعید ورته اواز وکاوو، چي د کعبي په رب مي دي قسم وي ستاسو ملګری یم، دوی ورکښته سول تر ډیرو يي ورسره ژړل، بیا يي حجاج ته بوتلی، ملتمس حجاج ته ورغلی او زېری يي پري وکاوو، چي سعید مو را وستلی، کله چي يي سعید حاضر کړ، حجاج ورته ویل: چي نوم دي څه دی؟ ده ورته ځواب ورکړ، چي سعید بن جبیر.

هغه ورته ویل: چي ته شقي بن کسیر يي؟ سعید ورته کړه: زما په نامه تر تا زما مور ښه خبره ده؟ ده ورته وویل: ته هم بدبخته يي او مور دي هم بدبخته.

سعید ورته کړه: چي بل څوک سته چي له تا نه په پټو ښه خبرداره وي؟

هغه ورته وویل: چي دنیا به دي په اور در بدله کړم.

سعید ورته کړه: که زه داسي خبر وايي چي دا ستا په لاس دي نو ما به ته په خدايي سره منلی وای.

هغه ورته وویل: په محمد کي څه وايي؟ سعید ورته کړه: چي نبي الرحمه دی.

هغه ورته وویل: په علي کي څه وايي، په جنت او که به په دوزخ کي به وي؟ سعید ورته کړه: که جنت یا دوزخ ته ورسم را مالومه به سي چي څوک په جنت او څوک په دوزخ کي دي.

هغه ورته وویل: په خلفاؤو کي څه وايي؟ ده ورته کړه: زه د دوی وكيل نه يم.

هغه ورته وویل: په دوی کي کوم یو ډیر درته ګران دی؟ سعید ورته کړه: دکوم نه چي خالق ډیر راضي وي.

هغه ورته وویل: دکوم يو نه ډیر خالق درته راضي ښکاري؟ ده ورته کړه: ددې علم له هغه چا سره دی څوک چي ددوی په  پټو او ښکاره کارو خبردار دی.

هغه ورته وویل: څه وجه ده چي نه خاندي؟ سعید ورته کړه: ایا هغه څوک به خاندي کوم چي د خاوري نه پیدا وي، او خاوره بیا د اور خوراک وي؟

هغه ورته وویل: نو موږ ولي خاندو؟ ده ورته کړه: ستاسو زړونه ندي برابر.

بیا حجاج امر وکړ چي ملغلري، زبرجد، او یاقوت راوړئ د ده په مخ کي يي کښېږدئ. دوی دا ټول راوړو د سعید په مخ کي يي کښېښول. سعید ورته کړه: که دادي ددې لپاره را جمع کړي وي، چي د قیامت په ورځ مي په خلاص کړي نو ډیره ښه خبره ده، او که داسي نه وي نو د قیامت د ورځي یو وار بېرول به هره تی ورکونکي د خپل بچي نه بېزاره کړي، او د دنیا لپاره چي څه جمع سوي وي په هغه کي خیر نسته، الا هغه پاک او حلال نه ما سوا.

بیا حجاج د لهو لعب سامان ورته را وغوښت. دلته سعید وژړل. حجاج ورته وویل: مړ سي سعیده ته کوم مرګ غواړي؟ سعید ورته وویل: کوم مرګ چي ته د ځان لپاره غوره بولي. په خدای مي دي قسم وي ته به مي په یو مرګ سره مړ نه کړي مګر الله به دي په آخرت کي په هغه مرګ سره قتله وي.

هغه ورته وویل: ته غواړي چي زه دي معاف کړم؟ سعید ورته کړه: که عفو د الله له لوري وي نو سمه ده، او که ستا له خوا وي نو بلکل يي نه غواړم.

هغه وویل: بواېزئ او مړ يي کړئ.

کله چي يي تر دروازه را واېستی سعید وخندل، دوی دا قصه بیا حجاج ته وکړه، حجاج بیرته راوغوښت، او ورته ويي ویل: پر څه دي وخندل؟ سعید ورته وویل: پر دې مي تعجب وکړ چي ته څونه پر خدای ور زړور يي، او الله بیا څو نه حلیم ذات دی.

حجاج د څرمني پوستوکی راوغوښت، د سعید په مخ کي يي خپور کړ، او امر يي وکړ، چي مړ يي کړئ! سعید وویل: {إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ} [الأنعام: 79].

هغه بیا امر وکړ چي مخ يي د قبلي نه بل خوا کړئ.

سعید وویل: {فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ} [البقرة: 115].

هغه امر وکړ، پړي مخه يي وغوزوئ. سعید وویل: {مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى} [طه: 55].

حجاج امر وکړ چي حلال يي کړئ.

سعید وویل: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً عبده ورسوله. او دا يي وویل: اې الله له ما وروسته يي پر بل چا مه مسلط کوي چي قتل يي کړي. له دې سره يي سعید د څرمني پر ټغر حلال کړ، الله دي ورباندي ورحمیږي.

کله چي يي سر ترینه پرېکړ، نو سر يي د شهادت کلمه لا اله الا الله ویله.

له دې وروسته حجاج پنځلس کاله ژوندی وو، او دا واقعه په ۹۵ سنه کي وه، د سعید عمر په دې وخت کي ۴۹ کاله وو، والله سبحانه وتعالی اعلم.

پايي……………………………………………………….2016-03-04

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د