ټولنیزه برخه

د زوی استاذ ته د عمرو بن عتبه وصیتونه

قاري  احسان

د معاشري په جوړولو او د خلکو په ترقي او کامیابي کي تر هر چا له مخه د مور او پلار ونډه او تاثیر زیات لیدل کيږي، نو ځکه تل مور او پلار د خپل اولاد لپاره د غوره استاذ پیدا کولو کوښښ کوي، تر څو د اولاد د تعلیم او تربيي چاري يي په ښه توګه پر مخ ولاړي سي، خو لکه څنګه چي په معاشره کي لیدل کيږي مور او پلار هرڅه استاذ ته پرېږدي، تجربه ښيي چي دا هم سم کار نه دی، بلکي خپل اولاد دي مور او پلار هم همیشه څاري، د خوب په وخت، د سبق، د کورني کار، د چا سره د ملاقات د مشیرانو سره د مخامخ کیدا مطلب کوښښ دي وکړي چي د خپل اولاد ژوند د شریعت سره برابر جوړ کړي، ا اسلامي اداب ور ازده کړي، په دې سره به يي د خپل اولاد اصلاح هم کړي وي، او معاشري ته به يي داسي مشال وړاندي کړی وي چي د دنیا او اخیرت خیر او ښېګڼه به يي تر لاسه کړي وي.

د دې لپاره تر ټول ښه لاره د عمرو بن عتبه هغه لس خبري دي چي دخپل اولاد داصلاح لپاره يي د هغوی استاذ ته کړي دي، که دغه لاره تعقب کړو کېدای سي چي تر ډیره به مو د خپل اولاد تربیت په ښه توګه کړی او ان شاء الله د حق لاره به مو پیدا کړي وي.

هغه لس خبري په لاندي ډول دي:

۱- زما د زوی د اصلاح لپاره تر ټولو اول د خپل ځان اصلاح وکړه، ځکه ددوی سترګي ستا په سترګو کي دي، د دوی په فکر ښه کار هغه دی چي ته يي کوي، او بد هغه څه دي چي ته يي پرېږدي.

۲-  د خدای پاک کتاب ورزده کړه، خو ورباندي مجبوره يي وه مه، ځکه چي بیا به ترینه زړه توری سي، او بلکل يي د قرآن څخه لري هم مه ساته، ځکه چي بیا به يي بېخي پرېږدي.

۳-  د حدیثو د علم نه اسان ور زده کړه، او د شعر نه پاک.

۴-   د یو علمه يي بل ته مه پورته کوه، تر څو چي په اول علم کي ښه مهارت پیدا نه کړي، ځکه مختلفو النوع خبري ذهن مشغوله وي.

۵- او د حکماؤ خبري ورزده کړه.

۶-  خو د ښځو د خبرو نه يي لیري ساته.

۷-  په ما سره يي وېره وه.

۸-  زما په نه وجود کي ادب ورزده کوه.

۹-  د دوی سره د طبیب غوندي مامله وکړه، تر څو يي بیماري مالومه کړي.

۱۰-  او زما پر غاړه يي مه پريږده، ځکه ما ستا پر غاړه پرې اېښی دی.

2016-04-01…………………………………………………..پايي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x