afghan-police-kalashikof

ویش بارډر کې په سرحدي پولیسو چاودنه شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي پولې ته څیرمه د پولي ساتونکو پولیسو باندې چاودنه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه په ویش نومې سیمه کې د سرحدي پولیسو مرکز په څنګ کې ترسره شوې چې پکې لږترلږ اووه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او ګڼ شمیر نور زخمیان شويدي. چارواکو رسنیو ته ویلې چې چاودنه دیو کس چې بارودي مواد یې په ځان پورې تړلي وو د سرحدي پولیسو ته ډير نژدي خپلو انفجاري موادو ته انفجار ورکړ.

له چاودنې ورسته د پاکستان او افغانستان ګډه پوله تړل شويده.

د پاکستان افغانستان ګډې پولې ساتونکې پولیس د یو ظالم قمندان رازق پورې تړلي کسان دي چې په سیمه کې په ظلم او جبر کې زیات شهرت لري.

نوموړي قومندان چې اوسمهال د کندهار امنیه قمندانې دنده په غاړه لري او څو ورځې مخکې ۳۲ تنه بندیان له زندان څخه راوایستل او په خورا بې  رحمانه ډول یې شهیدان کړل.

عابر مسافر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د