نظــر

د شهید وینه مجاهد زیږوی!

لیکوال: اسلامپال

دا چې په روان پاک جهاد کې دهر چا ونډه تر بل کمه نده، نو همداسې دهغې له جملې یو هم محصل یا هغه طبقه چې زموږ دملک راتلونکی ورپورې تړلی دی، چې په روان جهاد کی یې زیات زحمتونه ګاللي، دوی نه فکري او فرهنګي ډګر، نه دسنګر ډګر، نه د استشهاد ډګر پریښودلي بلکې په همدې طبقه د دښمن زندانونه هم ډک دي، جهادي سنګرونه هم دوی ګرم ساتلي او له دښمن یې سړه جګړه(مطبوعاتي جګړه) هم ګټلي ده چې ورسره تقریبا فکري او فرهنګي مبارزه لا هم ددوی په غاړه کې پرته ده. دا چې د محصل ژوند په یوه داسې اکاډومیکه اداره کې پرمخ ځي، چې ددوی ترمنځ د اړخ پالی(ملګری) ماده زیاته پالل کیږي او بنیاد یې په همدې سالمه او علمي ملګرتیا ولاړ دی.

نو کله چې ددې بڼ یو ګل (شهیدریان) د غمازانو لخوا ورژول شو، د خدای ناترسه غلیمانو، ظالمانو لخوا په شهادت ورسید، دې ظالمانو فکر کړی ؤ چې د عصري مدرسې داستشهاد له بڼه راوتلي ګلان (محصل طبقه) به په همدې وحشتونو وویروي او له خپلې مبارزې به یې واړوي، خو هیڅکله نه! افغانان چا په زور ندي ایل کړي، بلکې لا یاغي شوي، لایې دخپل کاڼي لاندې سرنیولی او سرزوري  یې کړی، چې دا ځل هم د شهید ریان د انتقام په خاطر یواځې زما ۲۱ ملګري د دې شهید دوینو په برکت مجاهدین شول او ددې غلیمانو د ظلمونو په وړاندې یې سینې سپر وګرځولې او خپله جهادي مبارزه یې پیل کړه.

که ریان زخمي زخـــــمي په ټټرپروت ده! رنګ ښکاریږي سل احساسه راژوندي شول!

دا چې د دې غلیمانو د ظلمونو له وجې الله ج د امت بیدار او باضمیره ځوانانو ته لا استقامت او بیداری ورنصیب کوي نو د عصري علم یا عصري ټکنالوژۍ له انګړه یې هم فکري او عقیدتي استشهادیان راوباسي.

نو تاسي فکر وکړئ چې که په هر ولایت کې  لس، لس کسان دې ډګر ته د ډول ډول وحشي واقعو په عکس العمل کې راوتلی وی نو خپله فکر وکړی چی دا مو د دې بڼ ګلان وویرول او وریژول که مو لا د دوی  وینه په جوش او جذبه کې راوستله او لا یې  ستاسې په وړاندې کرکه زیاته او د صبر او رحم کاسه ډکه شوه؟

اى دغرب شيشکې خداى دې کړه مرداره! وس مـو نشـــته خو نور ختـمه حوصله ده!

نو بیا هم درته وایم چی د دې مبارزې چې د رحمن او د صلیب یا شیطان دلښکرو ده هر د رحمن د لښکر ملګری هغه که د مدرسې طالب دی یا د پوهنتون محصل دی یا دمکتب شاګرد دی یا هم عام مسلمانان دي نه ستاسې له وحشتونو او ظلمونو ویریږي نه مو له جیلونو او زولنو ویریږي او نه مو له دوښمنی ویره لری.

چی داسلسله به لا ګړندۍ، څپانده کیږي او هغه ورځ به لیري نه وي چې تاسې ته دخپلو اعمالو سزا درکړي!

خو دا چې تاسې ځان د علم د ډیوې بلوونکی ګڼی، خو په اصل کې د ځوان افغان نسل د علم ډیوه مړه کوونکي یاست!

او زموږ دځوان نسل علمي کدرونه او استعدادونه دتورو خاورو میلمانه یا هم د تورو پنجرو شاته اچوي!

نو په یقین چې دا زموږ لپاره خواشینوونکي او نه قبلیدونکي ده او نه یې هم نور برداشت کولای شو ځکه همدا ځوان نسل زموږ د جامعې سمبالوونکی او زیور ورکونکی او سموونکی د حال او مستقبل دی.

بل دا چې په هر قانون کې علمي او اکاډمیکي ټولې ساحې دهر قسم وحشت، بربریت او خشونت نه مبرا او ورکې خلک تر ټولو ډیر درحم وړ او په عین حال کې هرچاته محتاج او مظلوم خلک دي او د هر چا مرستې او مدد ته ضرورت لري خو په افغانستان کې دا حالت دافسوس وړ دی!

خو دا چې ستاسې دغه وحشي لیوان او آدم خواره بیا بلخصوص دکندهار دوخت فرعوني کم عقله ګورګین یا د کابل خادي لا دینه کمونیستان هر څومره توان لري تر هغې اندازې د اسلامي او بشری قانون په خلاف هیڅ ډول قشر او نسل ورځینې په امن ندی او لا خپل دغه تشدد زیاتوي، نو د خلکو کرکه او نفرت ستاسې په وړاندې لا زیاتیږي او جګړه یو نوي خو سخت خونړی او انتقامي پړاو ته داخلیږي چې بیا ورکې دهیچا دخوندیتوب ضمانت او حفاظت نشته او نه به یې  څوک وکړاي شي.

مشفقه ګرځوه تل زړه د شفقت او اخلاص!
د ظلم، جبر او وحشت لمنه چا غوړولی نده!

خو دا چې جګړه څومره اوږدیږي نو د عامو خلکو اقتصاد زیانمن کیږي او کړیږي چې دا بیا په خپله د یرغلګرو یوه لویه مسلمان ضد توطیه ده چې دا توطیه په اندولس کې هم دوخت د یرغلګرو لخوا پلې شوي وه چې تر ننه بیا ورکې مسلمانان په خپلو پښو ونه دریدل!

خو دا چې د وخت غلامان به ورکې څومره زیان ویني، هغه هم له امکان نه لیري نده چې د افغانستان تاریخ دا په ځلونو ثابته کړي چی له داود خان بیا تر ډاکترنجیب یې ښه مستند مثالونه دي چې ټولو ورکې ړومبي سرونه وخوړل نو دنن ورځې ګورګین، خلقیان او پرچمیان د هم زړه نه آراموي.

مګر مخکې خو یواځې د مسجد امام او دمدرسې طالب ستاسې دښمنان ول خو نن ستاسې دښمنی تر هر اصیل او بادرکه افغانه رسیدلي چې دا په خپله ستاسې د زوال اخیري شیبي رانیږدې کوي او په ګوته کوي  او هم یې په خپلو سترګو ګورو چې نور نو دهمدې مظلومانو لخوا ستاسې نه د بدل او وینې د پور اخیستل دی چې دادې د هغوی چاړې هم ستاسې ستونو در رسیدلی دي!

چی ښه مثالونه یې د امنیتي ځواکونو په مینځ کې خپلمنځي وژنې دي، یا هم په لویو کسانو دهغوی د خپلوانو یا د فامیل د کسانو لخوا بریدونه دي چې ښه مثال یې دکرزي د ورور وژل، په لوګر کې دخپل خوریې لخوا د مشهور اربکي وژل او په اندرابي برید ؤ.

په راتلونکي کې به داسې بریدونه ووینی چې تر اوسه یې چا وړاندوینه نوی کړی.

د اسلام پال د خوار ملـت دغه دستور دى!

چې یې کړی په هروخت دزبرځواک مقابله ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

شیهید وینه لا په ځآی بریږده ، شهید خپله ژوندی دی دا زما خبره نه ده الله ج فرمایی چه شهید ته مړ مه وایاست شهید ژوندی دی تاسی نه پوهیږی خلکو به تاویل کولو چه د هغه نوم او کړنی ژوندی د ی ، په بل ایت کی فرمایی چه شهید داسی خوړل او چښل کوی دا معنی چه زمونږ د نورو ژوندو په شان ژوندی دی ، نو چه ژوندی دی چیری دی ،طبیعی ده چه تر ټولو سپیڅلی ځای کی به وی تر ټولو سپیڅلی ځای به د مجاهدینو له صفوفو بل کوم ځآی وی ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x