ملنډې- د سید احسان الهام شعر

پلــــــرونــه چـــــي همــېـش پــه پــرګـــنــو وهـــي ملــنــډې

زامــــن تـــرې الهـــام اخـــــــلي په پـلــــرووهـــي ملــنــډې

پېــکي ته لــه دستــارســره شملـــــه کــړي ســــــــرنه کوزه

په پـــــوردريــشــي واخــــلـــي په کالـــــووهــــي ملـنـــډې

قضـــاکـــړي داخـــترلمـــونــځ بدبخـــتـــــان په سينـــماؤ

رقصــېــږي چي اخــتــر دى په مــېــــلــو وهــــي مــلــنډى

تعـــليم په انګـــريزي دى ســرچــپــه غـــونــد شـــاهي ده

پـــيرګل دى منــصبـــدارپه تعـــويـــــذووهـــي مـــلنــډې

وزيرچي کـــړي نيـــوکــې دباچــاصـــاحـــب په چـــپـــنـــه

عسکــــردجــنـــــرالانــــــو په بــريــتـــــــووهـــي مــلنـــډې

قاضيان يې په پېس بوک کي ننداره کړي ورته خاندي

سائنــســدان دپاک قـــــــرآن په آيــاتــو وهــــي مـلنــــډې

سوک ناست دي رڼه وي شپــې دسنګـــرغيږکي په ذکر

سوک اوري هـــنـــدي ســــاز په اذانــــو وهـــي ملــنـــډي

چي وړل به مـي امير پر ســـرددرســت جهـــــان ګواښونه

نن خاص لکـــه دښمـــن زمــا په سلــګــو وهـي ملـنـــډې

خــواږه خــوبونه وينــم ګــوندي خــدايي راروان کــــــړي

جانان نــشــتــه غــمـــــاز مــي په خـــالـــو وهــــــي ملنډي

باورمــي دى ګـټــي به مــي بــدري غـــــازي کاروان ترې

قـــــــدم ږدي په نيـــــــــــزواو پـــه لبـــوهــــــــــي مــلنـــــډي

په زړه کي هـــــم زره خطــــرمحسوس نکـــړې الهــــامه !

غـــازيـــــــان مـــــودناټـــوپـــه قــطـــــاروهــــــي مـــلنـــډې

سید احسان الله الهام



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.