نظــر

فاعتبروا یا أولی الابصار

nato withrawal

(دسترګو خاوندانو عبرت واخلئ ) لوړ فرمان او امریه جمله کومه عادي خبره نه ده ، بلکې دا د الله تعالی أمر دی ، چې دعقولو او سترګو خاوندانو ته یې کړی ، لکه څرنګه چې اسلام وروستنی اسماني دین دی ، قرانکریم هم وروستنی الهي کتاب دی او دبل هرأمر غوندې یې لوړ فرمان هم تلپاتې او همیشنی أمر دی ، چې مخاطب ( انسان ) یې باید همیشه په غوږ کې وساتي ، هوکې ، قاصرالعقل انسان باید دالله تعالی له امتحاناتو او د انسانانو له عروج او زوال څخه عبرت واخلي ، او تل یې دا الهي فرمان په غوږ کې وي چې فاعتبروا یااولی الابصار !!

دا درسول الله صلی الله علیه وسلم دعهد کیسه ده ، مسلمانان له مکې معظمې نه رامهاجر شوي دي ، او په مدینې کې دفقر او نهایي مسکنت ژوند کوي ، ددوی په شاوخوا کې مغرور ، پیسه دار او ځواکمن یهودپراته دي ، یهود چې له وړاندې یې په عربو خاني چلولې مسلمانانو ته په ډیر حقارت ګوري ، او دایي په زړه نه هواریږي چې مسلمانان دې دیثرب دخورماوو په باغونو کې دسرلوړۍ ژوند وکړي ، له همدې امله خو ورته قسماقسم دسیسې جوړوي ، او کوښښ کوي چې داسلام دغه نوې بله شوې ډیوه تته کړي .

په دې حال کې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو ټولی له مهاجرو ، بې وسو ، بې کوره ، تش لاسو او ګمنامو خو مخلصو صحابه کرامو څخه جوړ دی ،ظاهر ا دانساني عقل تقاضا هم داده ، چې دغه کوچنی او تش لاسی ټولی به دهغو مغرورو او پیسه دارو یهودو په مقابل کې مقاومت ونه کړای شي .

مګر څو کاله وروسته همدا تش لاسي مؤمنان دي ، چې دبنو نضیر ځواکمن یهود دخپلو کلاګانو تخریب او پریښودلو ته مجبوروي او تش لاس یې دمدینې له اطرافو شړي ، الله تعالی همدې موضوع ته اشاره کوي او فرمایي .

هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ

الله تعالی هغه ذات دی چې داهل کتابو له ډلې هغه چې کافران شوي وو ، دلومړني تبعید په وخت یې له خپلو کورونو وایستل ، تاسو ګمان نه کاوو چې دوی به ووزي ، او دوی ( یهودو ) هم یقین درلود ، چې کلاګانې یې دالله تعالی د عذاب دفعه کوونکي دي ، الله تعالی دوی ته په داسې توګه ورسید چې دوی یې ګمان نه کاوو ، ددوی په زړونو کې یې ډار واچاوو ، دوی خپل کورونه په خپلو لاسونو ورانول ، او همدارنګه دمسلمانانو په لاسونو ، نو ( له دې څخه ) عبرت واخلئ اې دسترګو خاوندانو !

کټ مټ همداسې اوسني امریکایي اهل کتاب چې دبنونضیر دیهودو غوندې له انحراف وروسته کافران شوي دي ، دولس کاله وړاندې یې زموږ په پاکه خاوره کټ مټ دبنونضیر ، بنوقریظه او بنوقینقاع دیهودو غوندې سترې اډې ، پوځي کلاګانې ، او بیسونه جوړ کړل ، دوی هم دهماغو اهل کتابو غوندې خورا مغرور وو ، او ظاهرا تردې حده ځواکمن او برلاس وو چې دمدیني دمسلمانانو غوندې افغان مسلمان ملت هم په اسانه فکر نه کاوو ، چې دوی به له دې کلاګانو ، بیسونو او قرارګاوو څخه ووزي ، دغه راز د پی آر ټي ګانو څښتنانکافران په دې متیقن وو چې دغه محکمې کلاګانې او دخاورو او ریګونو جوالونه یې دالله تعالی له ګوزار څ خه بچ کولای شي ، اوله شکست څخه به نجات ورکړي .

مګر الله تعالی دوی ته له داسې لارې ورسید چې دوی یې فکر نه وو کړی ، الله تعالی دخپلو مخلصو مجاهدینو په ټولي کې ددوی لپاره فدایان پیدا کړل ، انغماسي او سرتیری مجاهدین پیدا شول ، چې ددوی به محکمو کلاګانو وروختل ، او په دې توګه الله تعالی ددوی په زړونو کې ډار واچاوو ، نوځکه اوس موږ وینو ، چې دوی خپلې پخې قرارګاوې هم په خپلو لاسونو ورانوي ، او هم یې مسلمانان ورورانوي .

ددوی دکلاګانو دتخریب بهیر د ۲۰۱۰م کال له اپریل څه دکونړ له کوړنګل څخه پیل شوی ، په نورستان ، خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، غزني ، وردګو ، زابل ، کندهار ، بادغیس ، فراه او ډیرو نورو سیمو کې ددوی کلاګانې دوی په خپلو لاسونو ورانې کړې او پاته یې مسلمانانو ور تخریب کړي دي او بالاخره خبره دې ځای ته راورسیده چې په هلمند کې په ۳۴ ملیونه ډالره جوړه شوې هغه امریکایي پوځي کلا به هم دغه کافر شوي اهل کتاب په خپلو هغو لاسونو ورانه کړي ، چې ورباندې جوړه کړې یې وه .

نو چې دامریکایانو انجام کټ مټ دبنونضیر دیهودو غوندې دی ، اود پخو قرارګاوو ، او پي آر ټي ګانو انجام یې د یهودي کلاګانو غوندې دی ، چې دالله تعالی دقهر هدف ګرځیدلي دي ، نو . . . فاعتبروا یا اولی الابصار

اې دسترګو خاوندانو عبرت واخلئ ، دالله تعالی دارادې مطابق له تداول الایام څخه عبرت واخلئ ، په دې پوه شئ ، چې دالله تعالی په مقابل کې هر ځواک په شکست محکوم دی ، په ظواهرو مه خطاء کیږئ ، داسلام او برحق جهاد حقانیت په رسمیت وپیژنئ ، دالله تعالی د ډلې ځواکمنتوب ته تن کیږدئ ، او په ډالرو ، هلیکوفترو او داستدراجي ځواک په ظاهري غومبرو مه خطاء کیږئ .

همدا نن رسنۍ په دې خبر سرګرمې دي ، چې امریکایان په هلمند کې خپله یوه ستره قرارګاه چې لسګونه ملیونه ډالر یې پرې لګولي په خپلو لاسونو ورانوي ، په درست افغانستان کې ددوی دقرارګاوو تخریب او انهدام موږ تاسو دا څوکاله په خپلو سترګو لیدلی ، دا هماغه قرارګاوې دي چې مطبوعاتو به ناقابل تسخیر او دغرب تل پاتې اډې بللې ، مګر الله تعالی لکه څرنګه چې دخلکو دعبرت لپاره عروج ورکړی وو همداسې راونړولې ، چې په دې توګه الهي ابتلاء او دحقیقي قدرت نمایش بشپړ شو ، اوس دامریکا ابتلاء ، عروج او زوال بشپړ شوی او یوازې زموږ عبرت اخیستل پاته دي .

راځئ خپل زړه په بشپړه توګه تر الهي ځواک پورې وتړو ، په امریکا اعتماد پریږدو
راځئ چې له دې نغدو شواهدو عبرت واخلو او دې الهي امر ته لبیک ووایو چې

فاعتبروا یااولی الابصار !!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x