fbpx

د «ژوند پر لويه لاره د بريا سفر» نومی کتاب چاپ شو!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د ژوند پر لويه لاره د بريا سفر نومی کتاب چې پياوړي او مشهور اردو ژبي ليکوال، ښاغلي محمد بشير جمعه ليکلی، محمد ظاهر عمار پښتو کړی او په پېښور کې ګندهارا خپرندويه ټولنې چاپ کړی.

په کتاب کې د وخت پر ارزښت، فردي ځان جوړونې، کورني تنظیم، د ژوند له پاره پر تګلارې جوړونې، د دفتري چارو پر سمبالښت او کاروباري پرمختګ بحث شوی. دا هره موضوع په کافي تفصيل څېړل شوې.

ليکوال چې د محاسباتو يو مسلکي کارپوه (Charterd Accountant) دی، کلونه يې د پاکستان په مختلفو مسلکي ادارو او سازمانونو کې د مشاور او مدير په توګه دندې تر سره کړي او اوسمهال له يوې نړۍ والې شفافيت ارزوونکې امريکا مېشتې ادارې سره کار کوي.

ليکوال کلونه د پاکستان مشهورې ورځپاڼې، جنګ ته ليکنې کړي او دا کتاب يې د همغو سلګونو علمي ليکنو ټولګه ده. ښايي د کتاب تر ټولو مهمه برخه د ژوند له پاره تګلاره جوړونه (Career Planning) وي.

ليکوال د دې موضوع په اړه د خپلې تجربې له مخې په زړه پورې بحث کړی. زموږ افغانانو يوه لويه ستونزه دا هم ده چې د ژوند له پاره ټاکلي اهداف او برنامه نه لرو. نه پوهېږو چې څه وکړو او له کومه يې پيل کړو.

د ليکوال په وينا، د ژوند د تګلارې جوړونې له پاره تر ټولو مهمه نکته دا ده چې انسان هغه کار پيل او پکې د پرمختګ هڅه وکړي چې مينه ورسره لري او له فردي وړتياوو سره يې برابر وي. هيله ده دا کتاب مو هېوادوالو ته ګټور تمام شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د