د هلمند ولایت لپاره نوی ټاکل سوی والي «حیات الله حیات»

حیات الله حیات د هلمند د نوي والي په توګه ټاکل سوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ ل): د میدان وردګو ولایت اوسنی والي «حیات الله حیات» د هلمند ولایت لپاره د نوي والي په توګه ټاکل سوی دی.

د ولسمشر اشرف  غني د نوي فرمان له مخي د میدان وردګو ولایت اوسنی والي حیات الله حیات د هلمند لپاره والي ټاکل سوی، ویل کیږي چي نوموړۍ به د میدان وردګو لپاره د ده پر ځای د بل والي تر ټاکل کېدو وروسته په هلمند ولایت کي دنده پیل کړي.

د هلمند نوي ټاکل سوي والي حیات الله حیات رسنیو ته د نوموړي د هلمند د والي په توګه ټاکل کیدل تایید کړي او وایي چي د نوموړي د ځای ناستي تر معلومیدو وروسته به په هلمند ولایت کي دنده پیل کړي.

تر دې وړاندي د هلمند ولایت چارې میرزاخان رحیمي پر مخ وړلې، په دې وروستیو کي نوموړۍ د هلمند ولایت د امنیت په ټینګښت او د طالبانو په ځپلو کي په پاتي راتلو سره د خپلي دندي څخه ګوښه کړل سو.

د یادوني وړ ده چي په هلمند ولایت کي د طالبانو پرمختګ مرکزي حکومت څو ځله دې ته اړ کړی ترڅو ددې ولایت نظامي او ملکي چارواکي د خپلو دندو څخه لیري او پر ځای یې نوي چارواکي وټاکي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د