fbpx

نیویارک ټایمز: هلمند که د دولتي ځواکونو قتلګاه؛ ۱۱ میاشتو کې ۳زره عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۱۹مه ۱۳۹۵ل): نیویارک یارک ټایمز د هلمند ولایت د وروستیو جګړو، نشيي توکو د کښت، جګړییز تلفاتو او په امنیتي ادارو کې د اداري فساد په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی.

افغانستان چې د ټولې نړۍ ۹۰ سلنه کوکنار په کې کرل کیږي، یواځې هلمند ولایت یې دوه پر درې برخه تولیدوي.

هلمند د ځاني تلفاتو له مخې د افغانستان تر ټولو وژونکی ولایت دی او یواځې په تېر کال کې د ټول افغانستان په نسبت تر نیمايي زیات عسکر په کې وژل شوي دي. دغه شمېر دولتي چارواکو تایید کړی دی.

هلمند کې د ولسمشر محمداشرف غني ځانګړي استازي ډګرجنرال عبدالجبار قهرمان د دغې جګړې ستونزمنوالی اقتصادي ګټې ښيي. هغه وايي چې د جګړې دواړه خواوې د نشيې توکو او جګړې څخه خپلې پیسې لاسته راوړي.

قهرمان په وینا «ستره لوبه روانه ده او هلمند یې مرکز دی». هغه زیاتوي چې «د هلمند جګړه د هر چا لپاره د میلیونونو پیسو راټولولو اله ده».

هر څوک چې له اپيومو ډکه سیمه نیسي، اصلا د عوایدو یو شتمن ځای نیسي. طالبان مستقیما د اپیومو په کښت مالیه لګوي او حکومتي چارواکي هم دا کار کوي.

قهرمان د هلمند په جګړه کې د یوه بل فساد څخه هم پرده پورته کوي او په وینا یې جګړه په خپل ذات کې د پیسو تر لاسه کولو لپاره کیږي.

د قهرمان په وینا دولتي ځواکونه درې ډزې وکړي، راپور د ۵۰ ورکړي، هغه خوا څخه څو ډزې وشي، دوی ووايي چې ۱۰۰ ډزې وشوې، هر لوری څو مرمۍ مصرف کړي او پاتې نورې خرڅوي. «د دغو خلکو جګړه هسې یوه بهانه ده، د دوی قومندانان له دغې لارې پیسې پیدا کوي».

جبار قهرمان وايي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۳زره افغان دولتي ځواکونه او پولیس په هلمند ولایت کې وژل شوي دي. دغه شمېر د ټول افغانستان د تلفاتو له نیمايي څخه زیات دی.

نیویارک ټایمز ته یوه دولتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې تقریبا ۶زره افغان امنیتي ځواکونه په ۳۴ ولایتونو کې وژل شوي دي.

د دغو تلفاتو سربېره د هلمند د پولیسو مشر ډګرجنرال عصمت الله دولت زی وايي چې هلمند کې هر ځای ته څوک محفوظ نشي تللی. «ته له لښکرګاه ښار څخه بهر روغ رمټ او سلامت نشي وتلی، دا حقیقت دی».

د دولت زي په باور دغه حالت تر هغه پورې نشي بدلېدلای تر څو چې سیاسي فساد چې له کابله هلمند ته راوړل کیږي او قومي مشران، پارلمان وکیلان او سیاستمداران ټول په کې ککړ دي، په اړه څه ونه کړو.

جنرال دولت زی له قوله «اصلا پولیس، ملي پولیس نه دي، دوی د هېواد لپاره نه جنګیږي، بلکې د خپلو قومندانانو لپاره جنګیږي».

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال رییس ملا مجید اخوندزاده نیویارک ټایمز ته ویلي چې کابل ورته تش د خولې وعدې ورکوي او طالبان ورځ تر بلې نورې سیمې نیسي. «حقیقت دادی چې د جیبونو له ډکولو پرته نور هېڅ هم نه دي شوي».

د ولایتي شورا یو بل وکیل حاجي احمد بیا نیویارک ټایمز ته د دولتي پوستونو د خرڅونې څخه پرده پورته کړې ده. هغه وايي چې «د پولیسو مشر خپل پوست اخلي، د دې لپاره چې پیسې پیدا کړي، په ولسوالیو او کلیو کې په قومندانانو نور پوستونه خرڅوي، هغوی بیا پوستې خرڅوي. کار ټول دغسې روان دی».

جبار قهرمان او عصمت الله دولت زي چې په هلمند کې تازه ټاکل شوي، دغه ولایت کې پرمختګ ستونزمن بولي، ځکه پر باور یې ډيری خنډونه د دوی دننه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د