fbpx

افغان کرکيټ بورډ ملي لوبډلې ته یو بل پاکستانی روزونکی هم ونیولو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکیټ بورډ د کرکيټ په ملي اکادمۍ کې د روحي او ذهني روزنې لپاره نوې پاکستانی روزونکی نیولی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼي (دې نیشن) د راپور پر بنسټ د افغانستان کرکيټ بورډ خواجه روحیل شریف د افغانستان د کرکیټ د ملي اکادمۍ نوې سر روزونکی ټاکلی دی.

د راپور له مخې خواجه روحیل د امریکا د متحدو ایالاتو د سپورتي طب د ملي اکاډمۍ په شمول له بېلابېلو نړیوالو روزنیزو مرکزونو د روزنې معتبر اسناد لري او د اسیا غوره روزونکی ګڼل کیږي.

روحیل له دې نیشن ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي دي چې دی به افغان لوبغاړي لویو مسابقو ته تیار کړي. او هیله یې څرګنده کړه چې دی به هغه ډول تمرین او روزنه افغان لوبغاړو ته ورکړي څو له لویو لوبډلو سره لوبو ته تیار او په نړیوالو سیالیو کې لا ښه وځلیږي.

روحیل په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبو ستاینه کړې خو ویلي یې دي چې لا نور هم اصلاح او پرمختګ ته اړتیا لري.

تر دې دمه د افغانستان کرکيټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د