
پېښور کې نرښځیان د جنسي اړیکو له لارې ایډز خپروي
نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۰مه ۱۳۹۵ل): د کوزې پښتونخوا په پېښور ښار کې نرښځیانو یا هیجړاګانو په دوی کې د ایډز وژونکي ناروغۍ د عامېدو څخه پرده پورته کړې ده.
ډان انګلیسي ورځپاڼې د نرښځيانو د جنسي اړیکو او له دغو نامشروعو اړیکو څخه د ایډز په انتقالېدو راپور خپور کړی دي.
یادې ورځپاڼې د ګل مکۍ په نوم د یوه نرښځي له قوله لیکلي چې ایچ آي وي ایډز ناروغي په دوی کې بیخي عامه ده او نېږدې له ۵۰۰ نرښځيانو یې ۲۰ سلنه په ایډز ککړ دي.
د راپور له مخې ۵۹ سلنه نرښځيان د جنسي اړیکو له لارې په ایډز ککړ شوي دي او دوی بیا دغه ایډز نورو هغو کسانو ته چې له دوی سره جنسي اړیکي نیسي، انتقال کړی دی.
اوسمهال په پاکستان کې ۹۴،۰۰۰ کسان په ایچ آی وي مثبت ایډز اخته دي چې له منځه يې یواځې ۱۶،۰۰۰ په خیبرپښتونخوا ایالت کې دي.
د نرښځيانو تر منځ د ايډز د خپریدو تر ټولو ستر لامل د نامشروعه جنسي اړیکو نیول دي.
ډان ورځپاڼه وايي چې ۹۴ سلنه نرښځيان جنسي اړیکي له خلکو سره نیسي او په دې اړه هېڅ داسې څه احتیاطي تدابیر نه نیسي چې د ايډز د انتقالیدو مخنیوی دې وکړي.
د قمرنیسم په نوم د بشري حقونو یوه فعاله وايي چې ۹۹ سلنه جنسي کارکوونکي یا په عامه اصطلاح زناکارانې هېڅ ډول د ځان ساتنې تدابیر نه نیسي. نرښځیان هم دا تاییدوي.
د پېښور په حیات اباد میډيکل کمپلیکس کې د ایډز د څانګې ډاکتر ادریس افریدی د ايډز د خپریدو ستر لامل له هغه چا سره د جنسي اړیکو نیول ښيي چې نشيي توکي استعمالوي او ستنې وهي.
ډاکتران وايي چې په نشيي توکو روږدي کسان چې کله له نرښځیانو سره جنسي اړیکې ونیسي نو دوی دغه مرض ټولې ټولنې ته انتقال کړي.
نرښځيان وايي چې د دوی ډیری کسان په ایډز ککړ وي خو دوی د دې لپاره حال نه وايي چې د ټولنې کسان یې له کاره بیا وباسي او هېڅوک تیار نه دي چې د پیسو یواځېنۍ ذریعه د لاسه ورکړي.