ټولنیزه برخه

د ځوانانو مسؤلیتونه او موقف یی‎

لیکوال: عبدالعزیز حقمل

د تاریخ په اوږدو کی چی کوم انقلابونه راولاړ شوی دی او بشری ټولنو ته یی نیکمرغی راوړی ده او انسان یی د لادینیت او دهریت نه د توحید او ځان پیژندنی په لوری رابللی دی، او د الله تعالی د رالیږل شوی قرآن او نورو را لیږل شویو آسماني کتابونو څخه یی تل دفاع کړی او په پلی کیدو کی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی هغه ځوانان دی .

ریښتیا هم د الله تعالی احکام او قانون د ځمکی پر مخ د همدې ځوانانو په وسیله پلی او عملي بڼه ورکړل شوې ده، دا راز د انسانانو ارامه او سوکاله او د خوشحالی نه ډک ژوند د ځوانانو د زیار ویستلو پایلی دی .

همدارنګه معاصره ټیکنالوژی او ساینسی پر مختللی وسایل چی د بشریت ژوند ته یی لا دآسانتیاوی برابری کړی دی دا ټول سهولتونه اسباب د بشری ټولنو د ځوانانو لاس ته راوړنې دی.

دا راز د اسلام له ظهور نه تر ننه پوری چی څومره قربانی د اسلام په لاره کی د اسلامی شعائرو او ارزښتنو په خوندی کولو کی ورکړل شوی دی او تل د اسلام دښمنان په خوله له غاښونو نه تش پاتی شوی دی او په ګونډو شوی دی د اسلامی امت د اتلو ځوانانو د اتلولیو څخه شمیرل کیږي.

همدارنګه که خپل هیواد ته ځیر شو څو استعماری او زورواکه طاقتونه زمونږ د مسلمان او د افغان میړنیو ځوانانو په میړانی سره پرځول شوی دی او لا دغه سلسله روانه ده چې د نړۍ سوپر طاقتونه به هم زمونږ د ځوانانو لخوا په ګونډو شي.

له بل لوری نه که بشری ټولنی له ناخوالو غمونو دردونو او د وینیو سیلابونو سره مخامخ شوی، د استعمار په خوله کی ولویدلی او په نړی کی یی خپل معنوی او جغرافیوی هیئت او تشخیص یی له لاسه ورکړی دی ،لوی علت او ستر لامل یی دا دی چی د ټولو ټولنو ځوانان د غفلت او په درانه خوب ویده دی، او ټولنی د اصیلو ځوانانو څخه تشی شوی دی ،او یا له ځوانانو نه په مختلفو وسایلو او اسبابو میړنتوب اخستل شوی دی .

ریښتیا هم نن کفری نړی د دې هڅه کوی چی د اسلامی امت ځوانانو نه د ځوانی میړانه او اسلامی غیرت وپیری او له مختلفو لارو یی بی غیرته کړی .

ځکه هغوی په دی پوه شوی چی تل د همدې ځوانانو له خوا د اسلامی جذبو په راپاریدلو سره مات شوی دی ،او همدا ځوانان دی چی په هر ډګر کی د اسلامی ارزښتونو په دفاع او د اسلامی شعائرو په خوندی ساتلو کی قربانیو ته چمتو شوی دی .

نو ځکه هڅه کوی چی ځوانان بی غیرته کړی او وکولی شی چی خپلو شومو موخو ته په اسانی سره ورسیږی.

مونږ په دی ایمان لرو چی قرآنکریم مونږ ته د هر څه په باره کی علم راکوی او مونږ ته زمونږ مسؤلیتونه او موقفونه او همدا راز د نورو انسانانومسؤلیتونه او موقفونه راپه ګوته کوی نو راځی چی د دې عظیم او جامع کتاب په رڼا کی د ځوانانوموقف او مسؤلیتونه په ګوته کړو.

اول د ځوان مسؤلیت څه شی دی؟ مسؤلیت دا دی چی د باطل په مقابل کې مقاومت او غبرګون دی، نو مسلمان ځوان باید د باطل په مقابل کی مبارزه وکړی ترڅو هغه باطل محوه او نابود کړی.

ځوان د اسلامی امت هغه زمری دی چی په ټولنه کی د هر ډول باطلو عقائدو او اعمالو پر وړاندی د له مینځو وړلو لپاره د مبارزی ډګر ته وردانګی ، او باطل پرستانو ته د باطل پرستی د پریښودو درسونه ورکوی او هغو ته په معقولو دلائلو سره ثابتوی چی د باطل عقائد او اعمال دی او دا ګمراهی ده بلکی د باطلو پیروانو سره په کلکه مقابله کوی .

برابره خبره ده چی د باطل پیروان د هغو له کورنیو څخه وی او یا د هغو له قومونو څخه وی لکه څرنګه چی الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د ځوانی څخه په خپل کلام کی یادونه کوی چی کله د ځوانی پړاو ته ورسید او د اسلامی عقیدی خاوند شو، نو د خپلی ځوانی له پاکو احساساتو او عقائدو په کارولو سره خپل قوم ته په ډاګه کړه چی ستاسی عقیده اوعملونه ټول باطل دی او تاسی او ستاسی پلرونه په ګمراهۍ کی یاستی او حتی دا خبره خپل پلار ته کوی او هغه ته ښایی چی ستا عقیده باطله دی .

الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د خبرو حکایت کوی: يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (۴۳) يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَٰنِ عَصِيًّا

ترجمه – ای پلارجانه بیشکه ماته هغه علم راکړل شوی دی چی هغه تاته نه دی درکړل شوی نوته زما تابعداری وکړه چی زه وښایم تاته صحیح او برابره لاره، ای پلارجانه د شیطان عبادت مه کوه بیشکه شیطان د رحمان ذات نافرمانه دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x