افغانستان

سرتاج عزیز: نړیواله ټولنه دي د مهاجرینو په ایستلو کې راسره مرسته وکړي

نن ټکی اسیا: د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف لپاره د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په خپل وروستۍ مرکه کې له نړیوالو غوښتنه کړې چې د پاکستان څخه دي د افغان مهاجرینو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

په پاکستان کې نیژدې ۳ ملیونه افغانان مهاجر اوس هم میشت دي، او د ګډحکومت د تشکېل وروسته د مهاجرینو د بیا ګرځېدو پروګرام هم ټکنی شوی، بلکي یو ځل بیا د خراب اقتصادي وضعیت او امنیتي ستونزو له امله زیات شمېر افغانان یو ځل بیا هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

افغانستان اوس هم د نړۍ په سطحه دویم هیواد دی چې له هیواد بهر زیات شمېر مهاجرین لري، او دا شمېر په افغانستان کې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ګډحکومت د تشکېل وروسته مخ په زیاتېدو روان دی.

د وروستیو شمېرنو پر اساس ویل کیږي چې د ګډحکومت د تشکېل وروسته په تېرو دوه کلونو کې تر اتیا زره زیات افغان تعلیم یافته ځوانانو دغوره راتلونکي په نیت اروپا ته مخه کړې.

اشرف غني د مهاجرینو په اړه د بي بي سي سره په خپل وروستۍ مرکه کې ویلي چې د افغان مهاجرینو سره هیڅ خواخوږی نه لري او د هغوی لپاره دا بهتره بولي چې په افغانستان کې پاته سي او له سختو حالاتو سره په خپل هیواد کې دننه مقابله وکړي.

خو زیات شمېر مهاجرین بیا ولسمشر اشرف غني په دې ملامتوي چې ولي خپل اولادونه هیواد ته نه رابولي او ولي د ډاکټر عبدالله په شمول د کابیني د اکثرو وزیرانو او جګپوړو چارواکو کورنۍ په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز همدا راز په دغه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولي لپاره هم هلي ځلي کوي اوس هم هڅه کوي چې د څلور اړخیز جریان له لاري خپل هڅي جاري وساتي.

نوموړي ویلي چې ډېر ژر به یو ځل بیا په اسلام اباد کې د امریکا، چین، او افغانستان د استازو په شمول څلور اړخیزه غونډه را وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د سرتاچ د مور اوپلار پیژندنه که وشی پلار او مور دواړه به یی انګریزان وی که نه یو خو به خامخا انګریز وی ####### جناج همد اسی معلومیدلو په یوه قراقلی پاکستانی وو ،
مګر د مهاجرو به اړه چه یی څه ویلی زه یی ورسره تر یو کچی تاییدوم اخر د دغه غلامی اداذاری غوښی خو هم د خوراک نه دی د څعه د پاره جوړه شوه او ساتل کیږی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x