شعـــــرونه

ځوانيمرګ لیکوال «شهید ریان» یاد ته ډالۍ

صدیقي احمدزی

ما ژړل سترګې مې سرې وې خوته نه وې
زه خفه اوښکې تودې وې خوته نه وې

مازدیګر و ګرځیدم دې په یادونو
داسمان کنارې سرې وې خوته نه وې

عاقبت مې شپه یوازې په سر راغله
دامیدسلسلې پرې وې خوته نه وې

شپې لمن وه غوړولې تروږمۍ وه
دنښتر د ډډ کیسې وې خوته نه وې

بادامې زړه مې دې وران کلې ته ځیر و
پکې ستادغم څپې وې خوته نه وې

ستاپه یادمې پرکاغذاوښکې راتوی شوې
څه بې وخته اندیښنې وې خوته نه وې

زما هم په ټول بدن ټپونه جوړ وو
د سرو وینو فوارې وې خوته نه وې

ترنګهار و د وحشت د بړبوکيو
ټیټې واړه حوصلې وې خوته نه وې

ما ویل زه به یې په څو رنګونو ښکل کړم
څه د ژوند تتې ډیوې وې خوته نه وې

دملال جانان وجودکنډو کپر و
چې پرخوله یې کلیمې وې خوته نه وې

صدیقي نن د مجاز په اندیښنو ده
ښکلي یارته یې پلمې وې خوته نه وې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x