fbpx

کیله او مڼه مو د زړه له حملې او فلج څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۰مه ۱۳۹۴ل): په انګلینډ کې ترسره شوې یوې څیړنې کې ثابته شوې چې په ورځنی ډول یوه مڼه او یا کیله انسان د زړه له حملې یا فلج له امله مړینې څخه ژغوري.

د اکسفورډ پوهنتون په دغې څیړنې کې ویل شوی چې په ورځنی ډول یوه مڼه او یا کیله د وینې په شریانونو کې د ځینو ستونزو له امله د پیښوودونکو ناروغیو او د دغو ناروغیو له امله د مړینې خطر تر ۳۰ سلنه کموي.

په دغې څیړنې کې ویل شوی چې مڼه او کیله باید تازه وخوړل شي ځکه چې د پروسېس شوو میوو او خوړو اصلي روغتیايي ګټې له منځه ځي.

د دغې څیړنې لپاره تقریبا د ۵۰۰۰۰۰ چینايي ځوانانو غذايي عادت تر څیړنې لاندې ونیول شو. د دې څیړنې لپاره ځکه چینایان انتخاب شول چې هغوي میوه نه خوښوي او په ورځنی ډول يي ډیر لږ استعمالوي.

د څیړنې پر بنسټ په دغو میوو کې په زیاته اندازه پوتاشیم، فایبر، انټي اکسیدنټ او نور ګټور مواد شتون لري خو تر دې دمه معلومه نه ده چې مڼه او کیله څنګه د زړه او فلج د مهلکو ناروغیو مخه نیسي.

څیړوونکو خلکو ته مشوره ورکړې چې هغه کسان کوم چې د میوه خوړلو عادت لري په هغوي کې د زړه او فلج ناروغیو خطر ډیر لږ وي نو له همدې امله په ورځنی ډول د یو ځانګړې میوې خوړل باید عادت وګرځول شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mohammad ehsan
میلمه
mohammad ehsan

ښه خبره ده خو چې وي !

mohammad ehsan
میلمه
mohammad ehsan

وروڼو! په دې ټول ښه پوهېږي چې کوم شیان د وجود لپاره ګټور دي او تاسې یې ډېر ښکلی ښکلي او زړّه راښکونکي انځورونه یې نشروی خو له دې نه ناخبره یاست چې په ننیو شرایطو کې ډېری خلک د اخیستلو او خوړلو توان لري او که نه ؟