fbpx
۱۸۷۹-۵-۱

د ګندمک قرباني

لیکواله: صفیه حلیم

لیکواله: صفیه حلیم

صفيه حليم

دا تصوير د مې په ۲۶ نېټه ۱۸۷۹ م يو انګريز جان برک واخيستو.

په دې کې د انګريز پوځي مشر ميجرجينکنز، ورسره پيغ کاويناري، اميرمحمد يعقوب خان، وزيراعظم حبيب الله او د افغان پوځ مشر جنرال داود شاه ناست ښکاري.
په دې نېټه امير يعقوب او کاويناري د ګندمک تړون لاس ليک کړی و چې انګريزانو د افغانستان ختيځې او جنوبي برخې ترې جلا کړې. د دې معاهدي يو شرط دا و چې د برتانیا يوه سفارتي ډله به مستقل په افغانستان کې پاتې وي. د جولاۍ په مياشت کې کاويناري د سفير په توګه د کرمې د لارې علي خيلو او بيا کابل ته ورسېدو.

جان برک يو هنر مند و چې د هغه وخت د عکس اخيستو نوې ټيکنالوژي يې زده وه. داسې ښکاري چې امير يعقوب خان ته ويل شوي وو چې عکسونه به اخيستل کېږي نو هغه ورته تيار راغلی و. ده سپين اروپایي ډوله پوځي يونيفورم اغوستې دی چې ورباندې د طله (سره زر) کار شوی و.

د دې عکاسۍ په وخت يو بل کس د دې د ټولو مرحلو په لاس انځور(سکيچ) کښلو. د جان برک لپاره تر ټولو مهم شی دا و چې امير ورته په کرسۍ کښېني او دی يې د کيمرې له سترګې ورته وګوري. د هر يو عکس لپاره به يوه تخته په کيمياوي موادو لړل کېده او بيا به د لرګي لوی صندوق ډوله کيمرې کې يې اېښوده. دغسې کيمرې اوس هم د کابل په بازار کې خال خال ښکاري چې “کامره فوري” يې بولي. کله چې جان برک خپله کيمره تياروله نو امير يعقوب پايپ څکلو.

د هغه وخت عکسونه د شيشې په يوې تختې اخيستل کېدې چې هماغه وخت به ليدل کېدی شول. جان برک د ده دوه عکسونه يواځې واخيستل چې په يو کې يې خولۍ په سر وه او په بل کې يې لاس کې ده.

امير يعقوب د دې عکسونو په ليدو مايوسه شو ځکه داسې فکر يې کوو چې د ده د لباس طلایي رنګونه به پکې ښکاره شي. بيا ميجر کاويناري ورته د عکس اخيستو پروسه توضيح کړه چې دا يواځې تور او سپين رنګ کې چاپېږي.

داسې ښايي چې د عکس دا ترتيب جان برک جوړکړو چې امير يې په منځ کې کينولو، د ده افسران ښی لاس ته او انګريز استاځي يې چپ لاس ته کيناستل.

خو کاويناري خپل مخ او پښه ترې بلې خوا ته اړولي دي. د ده په اړه ويل کېده چې ډېر مغروره کس و چې په دې عکس کې هم ښکاري. امير يعقوب د ده لوري ته تاو دی او د انګريزانو برعکس چې تورې يې چپ لاس ته دي، ده مخامخ نيولې ده.

امير يعقوب خان د خپل پلار شير علي خان له خوا پنځه کاله بندي و او ځينې خلک وايي چې کله راخوشې شو نو رواني ستونزې يې لرلې. د وسلې په ليدو به د ده رنګ والوتو او په وېره به شو. خو په دې عکس کې هغه ډېر ارام او قانع ښکاري.

د مستوفي حبيب الله عکس تر ټولو اغيزناک دی چې يوه پښه يې شا ته او نيمه له زمکې پورته ده. ده زيار ويستلو چي نه په کابل حمله وشی او نه هم ګندمک تړون امضا شی، خو له وسه يې بهر وه. په دې عکس کې د ده په سترګو کې مايوسي ښکاري. دغه حالت د جنرال داود شاه هم دی چې خپله توره يې کلکه نيولې ده او په مخ يې يو څه د خجالت تاثر دی.

د دې عکس نه دوه مياشتې وروسته په کابل کې د برطانیا په سفارت خانې حمله وشوه او کاويناري د خپلې ټولې عملې سره ووژل شو. امير يعقوب خان د کابل د تخت نه لاس واخيستو، انګريزانو ته یې پناه يوړه او پاتې عمر يې په دېره دون کې تېر کړو.

د خپريدو نيټه- ۸ اپريل ۲۰۱۶ م

د لیکوالي له بلاګ څخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د