د حمزه رضی الله عنه د شهادت انځوریزه کیسه

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی

قزمان په لښکر کې روان دی، سرونه غوڅوي او په خپله توره لوبې کوي، د ښځو پيغور يې په غوږونو کې انګازې کوي: «ته ښځه يې، ستا قوميان ووتل او ته په کور کې پاتې شوې». وينه يې په جوش راغله او د قريشو په لښکريانو کې ورننوت، هرې خواته توره چلوي، کېدای شې چې د تورو شرنګا او د نيزو خرپا يې په وجدان کې د هغه پيغور انګۍ غلي کړي چې لا تر اوسه يې د ضمېر په ګړنګونو کې راګرځي.

خالد بن الوليد او عکرمه بن ابوجهل له اسپورانو سره هڅه وکړه چې په مسلمانانو بريد وکړي، خو د غشو ويشتونکو له خوا په شا وتمبول شول.

وحشي د ونې شاته ولاړ دی، د حمزه هر حرکت څاري، په لاس کې يې خپله نېزه نيولې ده او د مطعم بن جبير غږ يې په خيال لوبې کوي: «که د محمد تره دې زما د تره په بدل کې وواژه، نو ته ازاد يې» ((بس يواځې يو ګوزار دی چې د حمزه په زړه به ولګېږي او دا به خپله ازادي لاس ته راوړي، په حمزه پسې هرې خواته سترګې اړوي، هغه په خپله توره په قريشو لو ګډ کړی دی او د زمري په څېر په هره خوا حمله کوي، هر څوک چې مخې ته ورشي، په يوه ګوزار يې سابه ورمالګې کوي او له هر ګوزار وروسته غږ کوي:

– زه د الله زمری يم، زه د عبدالمطلب زوی يم.

حمزه يو تن په توره وواهه، سر يې ترې غوټ پرې کړ، وحشي له دې ګوزار سره راټول شو، حمزه په يوه سر د قريشو دېرش تنه ووژل، که چېرته يې د ونې شاته پام شي، نو د تندر په څېر به پرې حمله وکړي او مخکې له دې نه چې وحشي خپله نېزه پورته کړي، په خپلو وينو کې به يې ولمبوي.

وحشي په خپل لاس کې نېزه وخوځوله او حمزه يې په نښه کړ، مخکې له دې نه چې وحشي پرې حمله وکړي، حمزه، سباع بن عبدالعزی ته مخ راوګرځاوه، ورته يې وويل:

– د نايڼې زويه! رامخکې شه.

مور يې ام انمار د اخنس د پلار وينځه وه چې ماشومانې به يې سنت کولې او سباع د الله او د الله له رسول سره سخته دښمني راخيستې وه. حمزه ورباندې حمله وکړه او سباع د سترګو په رپ کې په ځمکه راوغورځېده او په خپلو وينو کې يې وروستۍ سلګې وهلې.

وحشي نور هم راټول شو، سباع يو دېرشم کس و چې حمزه وواژه، هغه د خپل وراره محمد بن عبدالله (له پاره) په دوو تورو جګړه کوله او ويل به يې:

– زه د الله زمری يم.

د وحشي زړه له وېرې ډک شو او له دې ډارېده چې جګړه به د قريشو په ماتې پای ته ورسېږي او دا به د حمزه له قتل نه بې برخې شي او ټول عمر به يې د غلامۍ تومار پر غاړه وي، د مشرکانو په صفونو کې به يې په تګ راتګ کې څاره، کېدای شي کوم طلايي فرصت په لاس ورشي، حمزه ووژني او خپله ازادي لاس ته راوړي.

خالد بن الوليد، عکرمه بن ابي جهل او د قريشو اس سپورانو په مسلمانانو د دويم ځل له پاره بريد وکړ، خو بيا هم د مسلمانانو غشي پرې د باران په څېر راوورېدل چې د اس سپورانو په سينو او څټونو ولګېدل، يو ځلې بيا اس سپوران وتښتېدل چې د حمزه، علي، زبير، ابو دجانه او د مسلمانانو د اتلانو د تورو خوراک شي.

په احد کې غږونه پورته شول، مسلمانانو شعار پورته کړ:

– امت ……امت.

د الله په مرسته خوشاله شول، مشرکانو چيغې پورته کړې:

– يا عزی او هبله! راورسېږه.

قريشي ښځو سړي هڅول او چنبې يې وهلې. حمزه بن عبدالمطلب وکښلې توره د رسول الله_ﷺ_ د سترګو په وړاندې جګړه کوله او ويل به يې:

– زه د الله زمری يم.

هغه په جګړه بوخت و چې پښه يې وښويېدله او ستون ستاق وغورځېده، زغره يې له خېټې نه وښويېده، وحشي ته ښه فرصت په لاس ورغی، داسې فرصت چې د جګړې له پيل څخه يې په ارمان و، خپله نېزه يې وخوځوله او نېغه لاړه د حمزه تر نامه لاندې ولګېده او د پښو په منځ کې يې ووتله.

حمزه يوه غلې کړيکه وکړه، ويې کتل، وحشي يې د ونې شاته وليده، خو له ورمخکې کېدو څخه پاتې راغی، په ځمکه راوغورځېده.

سر يې راپورته کړ، د احد غرونه په هوا کې تاوېدل، په مدينه باندې توره تياره راخپره شوه، او د مسلمانانو هغه غږونه چې د تندر په څېر به لګېدل: امت … امت په راټېټېدو شول. په سترګو نه خو د زړه په سترګو يې هغه ورځ وليدله چې ابوجهل په کعبه کې له خپلو ملګرو سره ناست و او دا پسې ورغی، په خپله لينده يې وواهه او سر يې پرې مات کړ، ځکه چې د ده وراره محمد عليه السلام ته يې زيان اړولی و. د بدر په ورځ يې د قريشو اتلان وليدل چې د ده تر تورې لاندې راغورځېدل. له دنيا څخه ورک شو، خو ډېرو خوږو غږونو يې په غوږونو کې د هغه جنت زېری ورکاوه چې سور يې د ځمکې او اسمانونو هومره و، ارام شو او روح يې خپل رب ته په ډاډ لاړ.

د محمد صلی الله علیه او ملګري يې
اتم ټوک ( د احد غزا) څخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د