د کندهار له محبس څخه بندیان نادرکه کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د کندهار لوی محبس د بندیانو خپلوان وايي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له محبس څخه په مرموزه توګه بندیان ایستل کیږي چې وروسته یې د مړي او ژوندي درک نه معلومیږي.

د محبس چارواکي وايي چې نادرکه بندیان د امنیه قومندان جنرال رازق د وسله والو له لوري بیول شوي دي. د محبس مدیر سمونوال غلام فاروق هم مني چې د جنرال رازق وسله وال محبس ته ورغلي او یو شمېر بندیان یې له ځانونو سره نامعلوم لوري ته انتقال کړي، خو له زیاتو څرګندونو ډډه کوي.

له بلې خوا په دې ولایت کې د چینايي روغتون مسئولین وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې روغتون ته د داسې خلکو مړي وروړل کیږي چې په مرموز ډول وژل شوي وي.

د کندهار له محبس څخه د یو تن نادرکه شوي بندي ورور چې د نامه له اخیستلو ډډه کوي وايي چې ورور یې له شپاړسو ورځو راهیسې له محبس څخه نادرکه دی. نوموړی زیاتوي چې هره ورځ چینايي روغتون ته ورځي او په بې سرپرسته مړو کې د خپل نادرکه بندي ورور پلټنه کوي.

د نادرکه شوو بندیانو خپلوان وايي چې د محبس چارواکي ورته د ډیر رشوت په بدل کې فقط همدومره وايي چې بندیان د جنرال رازق د وسله واله لخوا بیول شوي دي.

وړاندې تر دې په کندهار کې څو ځلې د بشري حقوقو مدافعانو، مدني فعالانو او قومي مخورو ياده کړې وه چې ځينې سیمه ییز زورواکي شخصي زندانونه لري او بندیان په کې تعذیبوي.

کندهار چې امنیه قومندان يې جنرال رازق دی، د جنايي پېښو او مرموزو وژنو په مرکز بدل شوی دی.

تېر کال د بشري حقوقو د څار سازمان (Human Rights Watch) په خپل یو راپور کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په شمول اته لوړپوړي چارواکي د بشري حقونو ناقضین بللی وه او له ګډ حکومت څخه یې د هغوی د محاکمې غوښتنه کړې وه.

د نوموړي سازمان په راپور کې راغلي وه چې امریکا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د یادو زورواکانو ملاتړ کړی او د دغه ملاتړ په ډاډ هغوی بشري حقوق تر پښو لاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کمیسیون د تازه راپور په اساس یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په کندهار ۱۴۶ تنه په مرموز ډول وژل شوي دي، چې وژونکي يې څرګند نه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

رازق د اشغالګرو هلکو دی ، د هغه سترګۍ شوی ، هغه ته د همداسی وحشت دستور ورکړی شوی ، په هره ممکنه او لازمه وسیله چه کیږی باید د دی کار مخنیوی وشی