افغانستان

پکتیکا: طالبانو په امریکايي بمبار کې د ولسي قربانیانو هویت خپور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هغو ولسي وګړو او قومي سپین ږیرو نوملړ خپور کړی چې وړمه ورځ د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په هوايي برید کې ووژل.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکايي بې پیلوټه الوتکو د «بانځو» سیمې د مخورو او قومي سپین ږیرو موټر په نخښه کړ او په کې سپاره ۱۸ تنه یې ووژل. دغه قومي مشران او سپین ږیري د یوې سیمې ایزې شخړې د حل په موخه په جرګه روان وه چې په لار کې پرې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي چې تېره ورځ یې هم د یادو بریدونو قربانیان عام ولسي وګړي بللي وه، په یوې تازه خبرپاڼه کې یې د وژل شوو قومي سپین ږیرو نومونه خپاره کړي.

نن ټکی اسیا ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې د وژل شوو کسانو نومونه په لاندې ډول ښودل شوي:

۱ ـــــ امیرمحمد د حاجي سیدادم زوی.
۲ ـــــ اختر دحاجي ډنګر زوی.
۳ ـــــ متین د پیرو زوی.
۴ ــــ صاحب خان دوزیر زوی.
۵ ـــــ عبدالقدیم دمحمدکریم زوی.
۶ ــــ روزالدین دزین الدین زوی.
۷ ـــــ محمدرسول دحاجي دیګان زوی.
۸ ـــــ غازی الدین دمحمدګل زوی.
۹ ــــ احمدشاه د پایو زوی.
۱۰ ــــ ملک ګلاجان د ملک کمال الدین زوی.
۱۱ ــــ جان ګل دملک مسعود زوی.
۱۲ ــــ حسین د بخت جمال زوی.
۱۳ ــــ محمد قاسم دعیدګل زوی.
۱۴ ـــــ ملک شیرزمان د حاجی عبدالرحمان زوی.
۱۵ ــــ نورالله شاه د ملک محمدرسول زوی.
۱۶ ــــ ملک بدرو د ملک خان محمد زوی.
۱۷ ـــــ یارمحمد دظاهرخان زوی.
۱۸ ــــ ګل زمان د محمدخان زوی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو جلا برید کې دوه موټرسایکلونه هم په نخښه کړي وه چې لږ تر لږه پنځه تنه یې وژلي وه. که څه هم د پکتیکا امنیه قومندان د دې پیښې قربانیان «وسله وال» مخالفین بلل خو د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري وايي چې په دواړو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول عام ملکي وګړي دي.

د ښاغلي بابري په وینا، د یادو سیمو اوسیدونکي په خپلو کې د غرونو او ځمکو په سر دښمني لري، ځکه یې ډیری ځوانان وسلې ګرځوي چې له امله یې ځینې دولتي سرچینې وژل شوي کسان وسلوال مخالفین بولي.

د ګډ حکومت له راتلو سره سم په هیواد کې پر نورو ګډوډيو سر بیره د امریکایانو د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي خلکو د وژنې کچه هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x