نظــر

په قطر کې پر اختلاف پرانستل شوى دفتر په اتفاق وتړل شو

office qatar

دوه اوونۍ دمخه رپورټونه ورکړل شول چې په دوحه قطر کې دطالب مشرانو سياسي دفتر پرانستل شو ددې دفتر دپرانستلو په سرکابو دوه مياشتې په رسنيو کې دکابل امريکا ترمنځ ناندرى روانى وى او هم به طالب چارواکو ورته دښو پايلو اشاره کوله په لومړي سره کې په قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر پر سر نيوکې هم وشوې دا نيوکې دکابل موجوده ادارې ، شمالي ټلوالې او په افغانستان کې دامريکايانو په شتون کې ګټو ترلاسه کوونکو اشخاصو وکړې ځنې ازادو سرچينو دا هم وويل چې قطر په عربى هېوادونو کې دامريکا تر ټولوستر غلام هېواد دى چې په خپل هېواد کې يې امريکا ته د (العديد )په نامه ستره پوځي هډه ورکړيده خو ددې ټولو نيوکو پر خلاف چې دکابل او امريکا ترمنځ پرى اختلافات نو رهم زيات شول دقطر ددفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په افغانستان کې د اشغال دپاى زيرى دهمدى دفتر جوړيدو پورې تړلى وباله .

دامريکا او افغان موجوده ادارى ترمنځ ددى دفتر جوړيدل يو بل اختلاف ته لاره هواره کړده او هغه دا چې دکابل امريکا او طالب چارواکو درى اړخيز مذاکرات به وي پاتې ټول افغان اولس له خپلې ارادې او حقوقوڅخه محروم وګرځول شو هغه څه چې امريکا په زړه کې ارمان درلود دخپل ارمان دپوره کولو دپاره يې په طالب چارواکو دا ډول شرطونه کيښودل چې طالب چارواکى يې په دوه لارې ودرول دقطر ددفتر په وياند ډاکټر نعيم د الاماره ويبپاڼې سره په لومړى سر کې وويل چې دو خت دمقنضى سره به له افغانانو سره خبرې کوي بل يې دا وويل چې که پر خبرو موافق شو دا به دامريکا او طالب چارواکو مشرانو لومړى ناسته وي دريم اصلي ټکى چې ئې څرګند کړ هغه دا چې دافغانستان دمسئلى بهرنى اړخ دامريکايانو سره او داخلي اړخ له افغان دولت سره ،دافغان دولت وياند بهرني ا ړخ ته اهميت ورکړ وويل ترڅو چې بهرني اړخ امريکا سره مسئله نه وى حل کړل شوى داخلى اړخ سره خبره هيڅ ګټه نه نلري .

په قطر کې ددفتر دجوړيدو سره دکابل ادارى پدې اختلاف وښودل چې ددفتر په سرلوحه او بيرغ دطالبانو دتحريک نه بلکه دامارت په نامه ؤ امريکا په لوى لاس داسې کول غوښتل چې لومړى يې په دا ډول دفتر کې دلوحې او بيرغ سره موافقه وکړه او بيائې دافغانستان ددولت ددى اعتراض ننګه وکړه په کابل کې دامريکا سفير جيمز کننګهم په مطبوعاتي غونډه کې وويل که طالب چارواکي له جګړى نه لاس اخستلو دافغانستان اساسي قانون منلو او دافغانستان دسولې دعالي شورا سره د خبرو نه انکار وکړ او دخپلو نورو هوکړو مخالفت يې وکړ نو پرانستل شوى دفتر بۀ يې ور وتړي . په کابل کې دامريکا دسفير کننګهم او افغان دولت ترمنځ دوه ځلې ناسته وشوه اخر دې حد ته ورسيدل چې دقطر ددفتر په پرانستلو ئې اختلاف لاره دواړو خواو کابل امريکا اتفاق وکړ امريکا په خپلو دوستانو او دښمنانو دواړو لوبي کوي په ١٩٨٩ م کال دفبرورى په ١٥ مه ئې مجاهدينو ته په راولپنډى کې مشورتى شورا جوړه او حضرت صبغت الله مجددى په مشرى يې دافغانستان عبورى حکومت جوړ کړ چې دوه نيمي مياشتى پس امريکا همدا دمجاهدينو عبورى حکومت ړنګ کړ .

په ١٩٩٢ دمى دمياشتى په ١٨ مه ئې د جنرال ضياء الحق دځوى اعجاز الحق په مشرى دانجنئير مسعود او حکمتيارترمينځ جوړه وکړه چې د دوه اوونيو وروسته يې کړى ورغه په مرګونى ا ختلاف او دکابل په ورانولو بدله کړه دافغانستان دموجوده ادارې يا کرزى لخوا دقطر ددفتر سره مخالفت پردې هم وښودل شو چې دطالب افغان دولت ترمينځ دخبرو کولو اشاره هم پکې نه وه امريکا يوازى دافغانستان په مسئله کې پر افغانانو ( افغان دولت طالب مشرانو ) لوبې ونه کړى بلکه دنړۍ دټولو مسلمانانو پر سرونو يې لوبي وکړې ديوې خوا دطالبانو په نامه دبلى خوا دافغان دولت په نامه چې دواړه ديوه هېواد ورونه اوسيدونکي دي که ژوند يارى وکړه بيا به دواړو خواوي طالبان مشران او افغان چارواکى دامريکا په لورې توکاڼې ورتوکي .

امريکا افغان دولت ته په يوه رنګ او طالب مشرانو ته په بل رنګ ځان ښکاره کوي حال دا چې امريکا دمسلمانانو او بيا خصوصاً دافغانانو دتباهي پسې راخيستى ده خو هغه ورځ لرى نده چې دقطر ددفتر پر سر دافغان دولت او طالب چارواکو ترمنځ خپل اهداف سرته رسوونکى امريکا به خپله د دواوړ خواو ديووالي په صورت کې خپل ارمانونه دخاورو سره له ځانه سره يوسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x