
ایکسپریس ورځپاڼه: پاکستاني ځواکونو د ملي امنیت یو افسر نیولی دی
نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۰مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني ځواکونه ادعا کوي چې د ډيورنډ پر کرښه چمن کې د هندي استخباراتو تر ایجنټ وروسته د افغانستان د ملي امنیت یو افسر نیولی دی.
ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان سرحدي ځواکونو د بلوچستان د چمن ښار په بوغره نومې سیمه کې د ملي امنیت افسر نیولی او د څېړنو لپاره يې ناڅرګند ځای ته انتقال کړی دی.
د راپور له مخې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان، د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناء الله زهري او د ایالتي کورنیو چارو وزیر میرسرفراز بګټي د افغانستان د ملي امنیت د افسر نیولو باندې سرحدي ځواکونه ستایلي.
پر دې سربېره د پاکستان سرحدي ځواکونو ویاند ادعا کړې چې د ملي امنیت له افسره يې چاودیدونکي توکي او وسلې هم نیولي دي چې ښايي په بلوچستان کې د «ترهګرۍ او ورانکارۍ لپاره استعمال کېدلې».
ورځپانې زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د پاکستان سرحدي ځواکونو لخوا د افغانستان د ملي امنیت افسر نیول ستایلي دي او په وینا یې په بلوچستان کې د امنیت راوستلو کې د سرحدي ځواکونو قربانۍ د هېرولو نه دي.
همدا راز د بلوچستان اعلی وزیر د ملي امنیت د افسر نیول کېدل ستره بریا بللې ده او په وینا یې د هندي جاسوس وروسته د افغانستان جاسوس نیولو څخه معلومیږي چې په بلوچستان کې د حالاتو د خرابولي لپاره بهرنيان لاس په کار دي.
تر دې دمه ګډ حکومت او د ملي امنیت ریاست د پورته خبر په اړه څرګندونې نه دي کړي.