افغانستان

چارواکي: د روزګان څلور ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایتي شورا وايي چې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخې دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالکریم خادمزی وايي چې د تېرو څو اونیو راهیسې د مرکز ترینکوټ ښار ته د د هراوود، خاص روزګان، چهارچینو او ګیزاب ولسوالیو لارې تړل شوي دي.

هغه ګواښ کړی چې که حکومت د دغه ولایت نا امنیو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاسونو ته پريوځي.

«د روزګان امنیتي حالت ورځ تر بلې بدتره کیږي. خاص روزګان ولسوالۍ ته لاره د تېر یو کال څخه بنده ده. همدا راز شهید او دهراوود ولسوالیو لارې له تېرو ۳ میاشتو څخه بندې دي، یواځې نظامي کتارونه کولای شي چې د ډير فشار سره له دغو لارو تېر شي».

د روزګان والي محمد نذیر خروټي هم په دغه ولایت د نا امنیو ډیریدل تاییدوي. هغه وايي چې دوی په روزګان کې څو ولسوالۍ لري چې د تېرو درې څلور میاشتو راهیسې یې لارې بندې شوي دي.

خروټي ادعا کړې چې د دغو لارو د خلاصون لپاره عملیات روان دي او ژر به د دهراوود ولسوالۍ لاره خلاصه شي.

د دغه ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لیونی بیا ادعا کوي چې د روزګان ولایت ته وسله‌وال مخالفین له هلمند او زابل څخه راغلي دي او پر باور يې په هلمند او کندهار کې چې کله طالبان ماتې وخوري نو دغه ولایت ته راشي.

روزګان په جنوب کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان د مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو له مرکزونو پرته په ټول ولایت حاکم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x