
تورخم کې افغان مهاجرینو ته په څلور ورځو کې د کورونو پرېښودلو امر شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۰مه ۱۳۹۵ل): د خیبر ایجنسۍ ځايي قبایلي چارواکو په تورخم کې مېشتو افغان مهاجرینو ته څلور ورځې وخت ورکړی څو له دغې سیمې کډې بار کړي.
د تورخم پولیټیکل تحصیلدار شکیل خان ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې ځايي چارواکو پرون پنجشنبه د یوې اعلامیې له مخې ټولو افغانانو ته خبر ورکړی چې سیمه پریږدي او افغانستان ته ولاړ شي. هغه زیاته کړې چې قبایلي چارواکو همدا راز د سیمې اوسیدونکو ته هم امر کړی چې خپل افغان مهاجر کرایه دار له کورونو وباسي.
تر دې دمه د افغان مهاجرینو په زور د ویستلو لامل نه دی په ګوته شوی خو قبایلي چارواکي د مهاجرینو د ویستلو پریکړه په داسې حال کې کوي چې د خیبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا څو ورځې وړاندې تورخم ته په سفر ولاړ او له سیمهییزو چارواکو او قبایلي مشرانو سره یې د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه وکتل.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دفتر لا تر دې دمه د تورخم څخه په زور د افغان مهاجرینو د ویستلو په اړه څه نه دي ویلي.