جان سوپکو: افغانستان کې مو یو «خطرناک» حکومت رامنځته کړ

د سيګار مشر جان سوپکو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۱مه ۱۳۹۵ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د چارو مشر څارونکي جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکا ميلياردونو ډالر او زرګونو امريکايي عسکر د دې لپاره له لاسه ورکړل، چې افغانستان کې يو «خطرناک» حکومت رامنځته کړي.

د جان ايف سوپکو په وينا افغانستان کې د بيا رغونې او ودانيو جوړولو قرارداددونه په ډېره بې پرواهۍ ترسره شوي او د دغو قراردادونو په نتيجه کې داسې ودانۍ جوړې شوي، چې له رغېدو څو مياشتې وروسته د نړېدو په حال کې دي او يا هم نړېدلي دي.

د سيګار مشر زياتوي، چې له اوو زرو زيات ښوونځي د روانو جګړو له امله تړل شوي، رشوت په خپل اوج کې دی، د پيسو ناقانونه کاروبار ښه په درز کې روان دی، همدا رنګه افغانستان کې هر اړ خيز فساد د  دې لامل شوی، چې د بيا رغونې او مرستو چارې له خنډ سره مخ کړي او تر ټولو مهم يې دا دی، چې د اوو ميلياردو ډالرو د لګولو سربېره هېواد کې يوازې تېر کال ۳،۳۰۰ ټنه اپيوم توليد شوي دي.

جان سپوکو به راتلونکي پنجشنبه د امريکا هاورډ پوهنتون کې د افغانستان پنځلس کلنې جګړې په اړه په خپله وينا کې ووايي: «موږ په تېرو پنځلسو کالو کومې تېروتنې کړي، چې د ميلياردونو ډالرو د لګولو او زرګونو سرتېرو له لاسه ورکولو په نتيجه کې مو يو خطرناک حکومت په افغانستان کې قايم کړ.»

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۱۲م کې جان سوپکو افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د ټيم مشر وټاکه او نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وېستل د پنټاګون پر مخ تور داغ دی؛ ځکه چې د دفاع وزارت چارواکي تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وېستلو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا او فعاليت په نظر کې ونيسي.

د افغانستان اوسنی انځور «د يو خطرناک ستراتيژيک حالت نښې نښانې ښيي، چې د امريکا په ګډون ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ دي.»

جان سوپکو د افغانستان د بيا رغونې په اړه وايي، چې امريکايي جنرالانو د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره د نوې ودانۍ قرارداد له يو داسې شرکت سره کړی و، چې په ډېره زياتو پيسو کې يې داسې يوه ودانۍ جوړه کړه، چې څو مياشتې وروسته رانسکوره شوه او پنټاګون تر اوسه هغه قراردادي شرکت سره په حساب کتاب کې پاتې راغلی دی.

د جان سوپکو په وينا امريکايي چارواکي د خپل ولس ماليې «په ډېره بې پرواهي افغانستان کې لګوي.»

په يوه بله پېښه کې په امريکايي مرستو د ماشومانو او ښځو لپاره يو روغتون جوړ شو او د کيفيت کچه يې دومره خرابه وه، چې نوي زيږېدلي ماشومان به يې د لښتي په اوبو مينځل کېدل.

جان سوپکو د افغانستان معارف وزارت له قوله ليکلي، چې دوه نيم ميليونه ماشومان اوس هم د جګړو له امله ښوونځيو ته نه شي تلی او د ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره افغانستان اوس هم، نا امنه، بې سواده او له ګواښونو ډک هېواد دی.