
جان کيري نن کابل ته راځي
نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۱مه ۱۳۹۵ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن په يو رسمي سفر کابل ته راځي.
جان کيري تېرې اوونۍ راهيسې د منځني ختيځ په سفر وتلی او د تېرو درې ورځو په ترڅ کې يې د عراق صدر اعظم حيدر العبادي او نورو چارواکو، د کردستان سيمهييز حکومت له لومړي وزير نوشيروان بازارني او عراق کې له مېشتو امريکايي پوځيانو سره وکتل.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير به نن کابل ته سفر وکړي او د دغه سفر پر مهال به د ګډ حکومت مشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او افغانستان کې له مېشتو امريکايي پوځيانو سره وګوري.
خبرپاڼه کې د جان کيري د سفر اجنډا نه ده روښانه شوې، خو يو شمېر سرچينې وايي، چې نوموړی د ګډ حکومت د واړو مشرانو تر منځ «د زياتېدونکو شخړو» د له منځه وړلو په موخه د اتو ساعتو لپاره کابل ته راځي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو کړکېچنو ولسمشريزو ټاکنو وروسته، چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ شخړې او نانندرۍ پراخې شوې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته راغی او د امريکا په سفارت کې يې د «ملي وحدت» په نوم ګډ حکومت جوړ کړ، چې اشرف غني يې مشر او عبدالله يې اجراييه رييس وټاکه او د حکومت نورې څوکۍ يې نيم په نيمه سره ووېشلې.