د نن سرلیکنه

امریکایان ولي ولسي وګړي وژني؟!!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تيرې پنجشنبې په ورځ امريكايي ډرون الوتکې د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي کسان ووژل.

د عیني شاهدانو د خبر په حواله یاد کسان د ارګون ولسوالۍ د بانځو سیمې قومي مشران او مخور ول چې د یوې سیمه ییزې شخړې د هواري لپاره کلیوالې جرګې ته د تللو په مهال یې د سپرلي موټر د امریکايي بي پلوټه الوتکې لخوا په نښه او ورکې سپاره ۱۸ کسان ټول ځای پرځای ووژل شول.

د روان کال له رابریدو سره هم امریکايي پوځي چارواکي او هم د هیواد سیاسي شنونکي د پوځي او امنیتي وضعیت د ګرمیدو او خرابیدو وړاندوینې کوي.

د امریکايي او داخلي ځواکونو لخوا د ولسي خلګو په خلاف د دا ډول بریدونو او ړندو بمباریو تر سره کول له شکه پرته چې د هیواد د امنیتي وضعیت د لا خرابوالي لامل ګرځي.

ځکه کومې سیمې چې نسبتا آرامې او د جګړې له شره په امن دي په هغو کې د ولسي خلګو پر خلاف د امریکايي او داخلي ځواکونو لخوا د دا ډول بریدونو تر سره کول په لوی لاس د هماغو سیمو د ولسونو او خلګو پارولو ته زمینه سازي کوي .

د امریکايي ډرون الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو حق لري چې د خپلو بیدفاع مقتولینو په انتقام کې د امریکایانو او ګډ حکومت په خلاف وسله پورته کړي او په دې سره په هیواد کې د جګړې لمنه نوره هم پراخه شي .

د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول او له مخې یې په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو ته له هرډول جزائي تعقیب او محاکمې څخه قضايي مصؤنیت ورکول پر دغه ډول بوږنوونکو پیښو او ملکي تلفاتو سربیره په غیر مستقیم ډول په هیواد کې بي ثباتي او نا آرامي زیاتولو ته لمن وهل دي.

نن په ارګون کې د امریکایانو له لاسه د ۱۸ولسي کسانو وژل، پرون په خوست کې د ګډو ځواکونو لخوا پرولسي کورونو تیری کول، آبله ورځ په وردګو کې د روغتون په نښه کول ټول هغه عوامل دي چې په قصدي ډول د امریکایانو لخوا دافغان ولس د قهرولو او پارولو او جګړې ته د هغوی د مجبورولو لامل ګرځي.

د ولسي کسانو وژل هم د افغانستان د داخلي قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له مخې یو نا روا او بشریت ضد عمل دی، که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت ریښتیاهم په هیواد کې د ثبات او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x