د روژې مبارکه میاشت

روژه پوهنه

بسم الله الرحمن الرحیم  

د روژې  د مياشتې ثوابونه  او برکت   :

 له ح‍ذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي  : څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره ) فرض يا نفل )  روژه ونيسي  بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي   .  ( مسند احمد )

ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې   رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل  :  پدې مياشت کې ( د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره ) د اسمانونو دروازې خلاصېږي ، او  د جهنم دروازې بندېږي ، او  سرکشه  شيطانان  پکې په  زنځيرونو تړل کېږي . ( نسائي  )

عُباده بن صامت رضي الله عنه  فرمايي  چې  :  رسول الله  صلی الله علیه وسلم اوفرمايل :  دا د برکت مياشت ده  ، پدې مياشت کې الله جل جلاله  ګناهونه بخښي ، الله تعالی ستاسو د خير  سياليو ته ګوري ، او د ملايکو مخکې په تاسو باندې فخر کوي ، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې  کړئ ، ځکه چې  هغه څوک بدبخته  دی چې پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت  (پېرزوينو )  څخه بې برخي پاتې شي .  ( الطبراني )

 له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه  اوفرمايل :     چې کله د روژې د مياشتې  آخري شپه شي  نو   ټولو  ته  به  بخښنه   وشي . ( البيهقي في شعب الإيمان )

د  تراويح  ثواب  :

له عبد الرحمن بن عوف  رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل چې : څوک د رمضان  په مياشت کې د شپې قيام ( تراويح  ) په ايمان او د ثواب په نيت سره وکړي  نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له خپلې مور څخه پيدا شوی وو .( النسائي )                         

په تراوېح کې د ښځو ختم او جماعت  :  

هشام بن عُروه له خپل پلار  عُروه څخه روايت کوي چې  :  عمر رضي الله عنه په تراویح  کې ټول خلک  يو ځای ټول کړل ،  نارينه به په اُبَیْ بن کعب پسې اودرېدل ، او ښځې به  په  سليمان بن أبِيْ حثمه پسې .  ( السنن الکبری للبيهقي ) 

د روژې مياشت کې  د نفلونو ثواب :

 له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې  د مياشتې په کومه شپه کې  لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به  په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه ۱۵۰۰ نېکۍ ورکول کېږي ، او په جنت کې به يو کور ورته جوړېږي ، دا کور به له يوې سرې ملغلرې څخه جوړ وي ،      ( دومره لوی ) چې شپېته زره دروازې به لري ، د دې  هره  دروازه  به  يوه  د سرو زرو ماڼۍ ( قصر ) لري ، دا قصر به په يوه سره ملغلره باندې ښايسته شوی وي .

چې کله  د رمضان اوله روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه او هم هغه چې تر بل رمضانه پورې يې کوي  –   وبخښل  شي  ، او په هره سجده باندې – هغه  د ورځې وي  او که د شپې  –  په جنت کې دومره يوه لويه ونه ورته کېښودل کېږي چې  په اس سپور سړی به يې په سوري کې پنځه سوه کاله مزل کوي .  (البيهقي في شُعَب الإيمان )

له سلمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې پدې مياشت کې يو نيک کار وکړي  ( لکه نفلونه او نور ) دومره ثواب لري لکه فرض يې چې کړي وي  ، او څوک چې  فرض پکې وکړي هغه دومره ثواب لري لکه اویا ۷۰  وارې يې چې کړي وي ،             ( يعنې نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې د اويا فرضونو )               ( صحيح ابن خُزيمة )

 فائده :

بايد مسلمان په روژه کې نفلونه ډېر وکړي ، همداسې که يو چا زکات نوي ورکړی نو هم دې د رمضان په مياشت کې ورکړي ، ځکه چې  د زکات ثواب به ورته په اويا چنده ورکول کېږي چې دا د سعادت خبره ده .

 د روژه ماتي ثواب :  

رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې پورتني حديث کې فرمايي  : څوک چې کوم روژه نيوونکي ته روژه ماتی ورکړي –  په بدل کې به يې د ده ګناهونه وبخښل شي ، او د جهنم له اُور څخه به خلاص شي ، او ده ته به هم  الله جل جلاله د روژه نيوونکي  هومره  ثواب ورکړي ، بېدون له دې چې د روژه نيوونکي ثواب کم شي ،  دا ثواب الله جل جلاله هر هغه   کس ته  ورکوي چې کوم مسلمان ته  د روژه ماتي لپاره يوه خورما ، يا يو غوړپ اوبه ، يا د شودو شربت ورکړي   ( يعنې  د روژه ماتي دا پورتنی ثواب په لږ او ډېر روژه ماتي  باندې ورکول کېږي ) .

او رسول الله مبارک فرمايي چې : او څوک چې کوم  روژه نيوونکي  ته  دومره  روژه ماتی  ورکړي  چې  هغه  ښه  موړ  شي   نو  الله  جل جلاله  به ( په  محشر کې  )  هغه  ته  زما  له حوض  څخه  اوبه  ور کړي  – چې  بيا به  تر  څو چې جنت ته  داخلېږي  تږی نشي  .            ( صحيح ابن خُزيمة )

له خپل مزدور سره دښېګڼې ثواب :  

په همدې حديث کې وړاندې فرمايي چې :  څوک چې پدې مياشت کې  د خپل خادم  (  مزدور ، غلام  )   کار سپک کړي ، نو الله جل جلاله به دې کس ته ( چې له مزدور سره يې دا ښېګڼه وکړه ) ګناهونه  وبخښي  .      

 ذکر او استغفار :

په همدې حديث کې فرمايي چې : پدې مياشت کې څلور کارونه زيات کوئ : اول –  د   لاإله إلا الله ُ     ذكر كول . دوهم – أَستَغْفِرُ الله َ     ويل .  درېم –  داچې له الله جل جلاله څخه جنت غواړئ ،  څلورم –  له جهنم څخه پنا غواړئ  .                       ( صحيح ابن خُزيمة )

د روژه ماتي د وخت دُعا :

له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت دی  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل :  درې کسان دي چې دعا يې نه رد کېږي ( او قبلېږی )  روژه نيوونکی  تر څو چې روژه ماتوي  ، عادل بادشا ، او مظلوم  .( ابن ماجه  )

 د روژه ماتي په وخت کې بايد دا دعا اوويل شي  : اَللّهُمَّ إنِّيْ لَکَ صُمْتُ و بِکَ آمَنْتُ و عَلَيْکَ تَوَکَّلْتُ و عَلی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ   . دا خو مشهوره دعا ده .

 او عبد الله بن عَمْرو بن العاص  رضي الله عنه به د روژه ماتي په وخت کې دا دعا کوله :  اَللّهُمَّ إنِّيْ أسْأَلُكَ بِرَحْمَتِكَ الَّتِيْ وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ أَنْ تَغْفِرْ لِيْ . ژباړه : ای الله ! زه له تا څخه ستا د هغه رحمت په وسيله سوال کوم چې له هر څه نه لوی دی –  چې ګناهونه مې راته وبخښه .   (  ابن ماجه  )

 په روژه ماتي کې تلوار کول   :

بايد په روژه ماتي کې تلوار وشي ، چې  په سيمه کې زمونږ د مذهب د يوه مسجد اذان وشي بايد چې ټول مسلمانان روژه پرې ماته کړي ، ځکه چې په روژه ماتي کې تلوار کول  د خير سبب دی .

 له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : الله جل جلاله فرمايي چې : زما په بندګانو ماته تر ټوله خوښ بندګان هغه دي چې ( د وخت له پوره کېدو سره سم ) ځر تر ځره روژه ماتی کوي  .  ( ترمذي )

 له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل :  لا يزال الناسُ بخيرٍ ما عَجَّلُوا الفِطْرَ ( بخاري ) خلک به تر هغه پورې په خير وي تر څو چې هغوی ( د وخت له پوره کېدو سره سم )  په روژه ماتي کې تلوار کوي  .  (  بخاري  )  

 د پېشلمي ثواب  :

 له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : پېشلمی کوئ ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت دی . ( بخاري او مسلم )

 د پېشلمي وخت  :

 د دې لپاره مناسب داده چې د شپې په آخري برخه کې وي ، داسې چې د اذان تر وخته پورې ختم شي ، چې بيا جماعت  ته په اسانۍ سره ورسېږي .

ډېر خلک داسې کوي چې نيمه شپه يا له اذان څخه ډېر مخکې را پورته شي ، چې بيا پېشلمی ختم شي نو اذان ته لا وخت وي ، بيا نو ويده شي ، او د سهار لمونځ قضا کړي ، يا يې بې له جَمْعې څخه ادا کړي ، چې دواړه تاوان دی  ، په کليو کې اکثره داسې کېږي ، په مسجدونو کې د سهار په  لمانځه کې يو څو کسان په امام پسې ولاړ وي ، چې د افسوس خبره ده .

 د سوال او توبې قبلېدل :

 عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې  :  د رمضان د مياشتې په هره شپه کې  تر سهاره پورې  د الله تعالی له لوری څخه يو څوک آواز کوي  چې : آيا څوک شته چې  د  ګناهونه بخښنه غواړي چې ورته وبخښل شي ؟  آيا کوم توبه کوونکی شته چې مونږ يې توبه قبوله کړو ؟   آيا څوک شته چې کومه دُعا کوي چې مونږ يې ورته قبوله کړو ؟  آيا څوک شته چې کوم سؤال کوي چې مونږ يې ضرورت  ورته پوره کړو    ؟      ( البيهقي شُعبُ الإيمان )      

بدبختان :  

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : جبرئيل ماته راغی او دا خبره يې راته وړاندې کړه چې:   هلاک  دې وي هغه سړی څوک  چې د روژې مياشت تېره شي او د دده بخښنه ونه شي . ما ويل : آمين . ( المستدرک للحاکم )

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې چې :  ( د ليلة القدر په شپه الله جل جلاله ټول مسلمانان بخښي )  يواځې څلور کسان  ( نه بخښي )   : ( اول )  هغه سړی چې شراب څښي ، ( دوهم )   د مور او پلار له لوري عاق شوی  ، ( درېم ) او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي قطع کړې وي ، ( څلورم )  او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو څخه بېل شوی وي   ( يا د مسلمانانو وينې تويوي )   . ( البيهقي في شعب الإيمان )

يو څو  نور  بدبختان  :

له ابو هُرَيْرَهْ رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : ډېر روژه نيوونکي داسې دي چې هغوی ته له خپلې روژې څخه  بې  له  لوږې  –  نور  هېڅه هم لاس ته نه ورځي    ، او ډېر د شپې لمونځ کوونکي داسې دي چې هغوی ته  بې له  “بې خوابۍ ” څخه نور هېڅه  هم  په لاس نه ورځي  .  ( ابن ماجه او نسائي ) 

فائده  :  

د دې حديث په  تشريح کې څو اقوال دي : اول – عالمان فرمايي چې :  لدې حديث څخه هغه سړی مُراد دی چې ټوله ورځ روژه وي  خو  روژه ماتی په حرامو وکړي  .  دوهم – هغه کس مُراد ده چې روژه نيسي خو په غيبت کې هم اخته وي .  دريم –  دا چې د روژې په حالت کې له نورو ګناهونو څخه ځان نه ساتي  . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمه الله تعالی )

 لیلة القدر :

الله جل جلاله فرمايي چې : {لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ () تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا} ( د )  ليلة القدر  ( د شپې عبادت ) د  زرو شپو ( له عبادت )  څخه غوره دی ، پدې شپه کې د رحمت ملايکې او جبرئيل  ځمکې ته را کوزېږي  .  ( القدر : ۳ ، ۴ آيتونه )  

زر مياشتې = اتيا کلونه  او څلور مياشتې کېږي .

ابوهُریرة رضي الله عنه وايي چې  : رسول الله صلی الله  عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د ليلة القدر په شپه له ايمان او د ثواب په نيت سره  قيام  (  نفلي لمونځونه ) وکړي  نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( بخاري او مسلم )  په يو بل روايت کې راغلي چې  وروستني ګناهونه به يې هم وبخښل شي  . ( نسائي )                                                                                                                                   

عُباده بن صامِتْ رضي الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته دا خبره وکړه چې  : ليلة القدر  د روژې د مياشتې په وروستيو لسو شپو کې ده ، ۲۱ يا ۲۳ يا ۲۵ يا ۲۷ يا ۲۹  يا هم  آخري شپه ، څوک چې پدې کې په ايمان او د   ثواب په نيت سره   قيام ( نفلونه ) وکړي نو ټول مخکني او وروستني ګناهونه به يې وبخښل شي  .    ( مسند أحمد )                                                                            

د دې شپې نښه داده چې : ډېره ارامه وي ، د شپې ستوري نه وارېږي ، نه ګرمه وي او نه ډېره يخه ، د دې شپې په سهار باندې د لمر رڼا يو څه تته کمه وي  ، علامه آلوسي فرمايي چې :  دا ځکه تته وي چې په فضا کې د کوزېدونکو او ختونکو  ملايکو انوار وي    .  امام شعبي رحمة الله عليه فرمايي چې د ليلة القدر د ورځې عبادت هم د شپې د عبادت  اومره  ثواب لري   . (  روح المعاني  )               

د اختر د شپې د عبادت ثواب :

له معاذ بن جَبَل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل :  څوک چې دا پنځه شپې ژوندۍ کړي  ( تر سهاره پورې عبادت  پکې وکړي ) د هغه لپاره جنت واجب شو : د ترويې شپه ، د عرفات شپه ، د لوی اختر شپه ، د واړه اختر شپه ، او د شعبان مياشتې د پنځلسم شپه . ( الترغيب و الترهيب للأصبهاني )  ترويه : د ذي الحجې د اتمې ورځې شپه ، لدې نه وروسته بيا د عرفات شپه وي  .

د روژې په مياشت د عُمرې ثواب :

د ابوداؤد شريف په روايت کې بيا راغلي چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې : د روژې د مياشتې عُمره دومره ثواب لري لکه زما سره حج  . ( ابوداؤد ، ابن خُزَيمه )

 له اُمِّ مَعْقَل رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د روژې په مياشت کې عُمْره   –  زما سره دحج  اومره ثواب لري  .  ( ابوداؤد ، ترم‍ذی ، نسائي )

 د اعتکاف ثواب : 

له حسين رضي الله عنه څخه روايت دی چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې په مياشت کې لس ورځې اعتکاف وکړي – داسې ده لکه دوه حجونه او دوه عُمرې يې چې کړې وي  . ( البيهقي في شُعَبِ الإيمان )

فائده :

 د ليلة القدر د مَيَنانو لپاره اعتکاف ډېره ښه وسيله ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به په ټوله مياشت کې ډېر زيات عبادت کولو  ، په خاص ډول بيا په وروستيو لسو ورځو کې خو به يې ډېر کوښښ کولو ، د آخري لسو روژو په شپو کې به په خپله هم ويښ وو او د کور خلک به يې هم را پورته کول ، لکه د بخاري اومسلم په روايتونو کې چې راغلي دي ، همداسې د مسلم په يو روايت کې راغلي چې عايشه رضي الله عنها فرمايي : د روژې په وروستيو لسو شپو کې به رسول الله صلی الله عليه وسلم  خپل لنګ کلک وتړلو ( يعنې  خپلو بيبيانو ته به نه ور نږدې کېدولو ) او ټوله شپه به ويښ وو ( عبادت به يې کولو ) او د خپل کور خلک به يې هم را ويښول .  ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله عليه )   

د ښځو اعتکاف :

د ښځو لپاره د اعتکاف ځای د هغوی د کور مسجد دی ، که په کور کې يې مسجد نه وي ، بيا دې يوه کوټه کې کښينې  او د اعتکاف نيت دې وکړي . 

 د ښځو د اعتکاف يوه مسئله :

خو ښځې چې کله  اعتکاف ته  د کښېناستلو اراده وکړي نو  له مخکې نه دې حساب وکړي ، که د اعتکاف په شپو کې مرض نه پرې راځي بيا خو سمه خبره ده – د اعتکاف لپاره دې کښينې ، او که مرض پرې راځي بيا دې نه کښينې ، ځکه چې په مرض سره يې روژه او اعتکاف دواړه  ماتېږي ، او دا مسئله ده چې د چا اعتکاف مات شي نارينه وي او که زنانه نو بيا به د ا اعتکاف  له لس ورځو روژو سره را ګرځوي  .              

د شوال شپږ روژې :

 له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : څوک چې  د روژې د مياشتې روژه ونيسي بيا په  شوال   ( د واړه اختر  په  مياشت کې ) شپږ  ( نورې ) روژې هم ورپسې ونيسې نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو .  ( الطبراني )

 سرسايه ( صدقه فطر ) :

 او ابن عمر رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل چې : د سرسايې  په وسېلې سره  پدې ورځ غريبانان  ( له سوال څخه )  غَنيان کړئ                     ( الدرقطني )  يعنې چې تاسو په وخت باندې هغوی ته د سرسايې او خيرات روپۍ ورکړئ نو هغوی  به بيا سوال ته ضرورت نه لري  . و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العلمین ، اللهم اُنْصُرْ مَنْ نَصَرَ دِيْنَ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم وَاجْعَلْنَا مِنْهُمْ ,  وَ اخْذُلْ مَنْ خَذَلَ دِيْنَ محمدٍ صلی الله علیه وسَلَّمَ وَ لَا تَجْعَلْنَا مِنْهُمْ  .

 1433هـ ق غرة شعبان

محمد شریف راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x