
د لويې څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت نوماندانو د باور رايه ترلاسه کړه
نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۱مه ۱۳۹۵ل): درې لوړپوړي چارواکو نن ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل او له هغې وروسته د ولسي جرګې وکيلانو دغو درې واړو نوماندانو ته د باور رايې د ورکولو بهير پيل کړ، چې د کورنيو چارو وزارت نوماند نور محمد جاهد او د لويې څارنوالۍ د رياست نوماند محمد فريد حميدي د باور رايه ترلاسه کړه.
د سترې محکمې د شورا غړيتوب لپاره نوماند محمد زمان سنګري هم د باور رايې ترلاسه کولو لپاره د ولسي جرګې غونډه کې دی.
درې وړاندې نوماندان د روان وري په شپاړسمه نېټه د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش له لوري ولسي جرګې ته وروپېژندل شول او نن يې ملي شورا ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل، چې دوو يې د باور رايه ترلاسه کړه او درېيم نوماند محمد زمان سنګري هم د باور رايې ته هيله من دی.
د تېر کال په وروستيو کې، چې د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي له خپلې دندې استعفا ورکړه، اجراييه رييس د خپلې ډلې يو نظامي غړی او د هرات قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد د کورنيو چارو وازرت ته نوماند کړ.
د لويې څارنوالۍ نوی رييس محمد فريد حميدي په عدلي او قضايي چارو کې پنځلس کلنه تجربه لري، د کابل پوهنتون د حقوقي سياسي علومو له پوهنځي ليسانس لري، همدا رنګه يې يو مافوق ليسانس ډيپلوم هم له ازاد اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړی او د امريکا هاورډ پوهنتون څخه يې هم د عامه ادارې په برخه کې يو سند ترلاسه کړی دی.
د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست له تېرې اوږدې مودې راهيسې د سرپرستانو له لوري اداره کيږي.
د اساسي قانون له مخې د يوې ادارې سرپرست نه شي کولای، چې له دوو مياشتو زيات وخت په خپله دنده پاتې شي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وايي، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی، چې د ملي امنيت رياست او د ملي دفاع وزارت نوماندان به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رايې لپاره وروپېژني.