شعـــــرونه

غزل: ثناء ضېوال

ثناء ضېوال

غاړه راکړه درنه ځمه مسافر شوم
خدازده کله به راځمه مسافر شوم

زه په خوند او په مطلب د ژوند پوه نه شوم
چي ځواني ته رسیدمه مسافر شوم

اه پرون چې مي خندل درسره ناست وم
نن چي اوښکي تویومه مسافر شوم

له خوښي چې څوک جانان پریښودای نه شي
له غربته او له غمه مسافر شوم

د ژوندون مي دا وشپاړلس کاله ښه ؤ
زه په تا کي ولسمه مسافر شوم

چي ضيوال د زړه بړاس پکي څرګند کړي
ما غزل ته پریږده نمه مسافر شوم
ـــــــــــــــــــ
دمام 7/4/2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x