شعـــــرونه

غزل: نظام کندهاری

نظام کندهاری

د سينې له پرهرو سره عادت يم

زه د ميني له دردو سره عادت يم
د مرګي سترګو کي زېری د ژوند وينم
د دار سر ته له ختو سره عادت يم
خليلي ايمان مي نور هم قوي کيږي
باک مي نشته له لمبو سره عادت يم
دا جهان دي راته ټول کِنعان کِنعان شي
زه له تورو تورو شپو سره عادت يم
په هر شرنګ کي يې پيغام د آزادۍ دی
له اولچک او زولنو سره عادت يم
شبګيريو لوږو تندو کي خوشحال يم
مجاهد يم سنګرو سره عادت يم
د هدف د ګلاب غېږي ته بورا يم
تل ورځمه له اغزو سره عادت يم
خپل ارمان ته به رسېږمه نظامه
د حق لار کي تکليفو سره عادت يم
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x