نظــر

معليم صاب شپـږيزه دې مبارك شه:

د ښونځي نه لا يو څه لري وم برابره لاره راته پاتي وه د لويې لاري نه جدا مي نرۍ لار ونيوه مخ د كلي په  په ښونځي ور روان وم د ښونځي د كړكينو تر ماتو هندارو د زدكونكو ګلالي ګلالي سرونه را وتلي وه , خو ښونكى يې راته نه بريښېده چې په په ټولګي كې وه كنه؟

د ښونځي په احاطه كې هم د اها اها اها او د لاسونو د پړكا اوازونه راتلل, د ښونځي په شا او خوا را وګرځېدم هيڅ مېهم تر سترګو نشول يواځي او يواځي به د ګلاليو زدكونكو سرونه ښكاريدل او ډيربه تلوسيان ول نه پوهېدم چې په څه چل وه,

كله چې د ښونځي لويديځ طرف ته ورسېدم لري په يوه ډاګ كې مې ګرد او غبار تر سترګو شو چې منځ كې يو شمير زدكونكي او ورسره ښوونكي منډي را منډي وهي ورسته مې يو اواز تر غوږ شو چې: اوو.. اوو معليم صاب شپږيزه دې مبارك شه … دې سره سم ځنې زدكونكي تر كړكينانو را غورځي او د صبر كاسه يې نسكوره شوه ځكه هلته د كركيټ لوبه شروع وه او ډيره ګرمه شوه

دا  حالت به زمونږ د  هيواد د پوهني  په ګوډ او ړوند حالت نور څه را ولي, د پوهني وزرات او د كركيټ بور لخوا د تيري سې شنبې په ورځ يو تړون لاسليك شو چې به يې له مخي كركيټ د پوهني وزارت په نصاب كې يو رسمي مضمون شي څو د هيواد هر بچى مخكي له دې نه چې ډاكتر يا انجنر او معليم شي نو بايد كركيټر هم وي او زمونږ هيواد خو تخنيك او پوهي ته دومره اړتيا نلري ځكه د كمپيو ټر او ساينس لپاره خو مونږ ته هند او پاكستان قدرونه راكوي هر وخت چې مو اړتيا شوه هر تجارتي شركت كولاى شي چې د كمپيوټر په برخه كې له هند او پاكستان نه مسلكي قدرونه را طلب كړي,او د كركيت لپاره خو يي نشي را كولى ځكه هغه كې خو راسره ستره سيالي لري.

او د پوهني وزارت پلان لري چې هغه بوديجه چې د كمپيوټر اوساينس او د ښونكي لپاره يې بيليږي چې له هغه نه  د كركيټ لپاره  كار واخلو هيواد به مو پرمختګ وكړي .

نو د هر معليم ته اوس لا وايم چې دا نوې شپږيزه دي هم مبارك شه .

عمر عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x